پاکستان
د پاکستان مذهبي عالمانو سیالکوټ کې د سریلنکایي وګړي وژنه په کلکه غندلې
اسلام اباد ـــ د پاکستان د مذهبي عالمانو پلاوي په اسلام اباد کې د سري لنکا له سفير سره د لیدو په وخت په سيالکوټ کې د مذهب د سپکاوي په تور د سريلنکایي وګړي د وژنې پېښه د ملکي قانون او شریعت په ضد او يوناوړه عمل ګڼلی دى.
دغو دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د دسمبر پر 10مه د جمعې په ورځ دې په ټول پاکستان کې د بې ګناه سریلنکایي وګړي د وژنې په ضد «د غندې د ورځې» په توګه ولمانځل شي.
د مذهبي عالمانو پلاوي د سپريم کورټ له مشر قاضي څخه غوښتنه کړې ده چې د سریلنکایي وګړي پريانتها کمارا په وژنه کې د ککړو ملزمان په ضد قضيه دې په ځانګړي عدالت کې په ګړندىتوب سره وچلول شي.
څېړونکي د سريلنکا سفارتخانې ته د مذهبي مشرانو د پلاوي د تګ ستاينه کوي خو په دې اړه د دوی کردار هم "لانجمن" او "دوه مخی" ګڼي او وايي دا مذهبي مشران هغه وخت چرته وي چې د دوی د مسلکونو عالمان د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو جذبات راپاروي او له امله یې بې ګناه خلک وژل کيږي.
د سريلنکا له سفير سره په ملاقات کوونکو مذهبي عالمانو کې مفتي تقي عثماني، حفيظ جالندهري، مولانا طاهر اشرفي، علامه عارف واحدي، صاحبزاده ابوالخير کاظمي او د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز هم شامل وو.
د ملاقات وروسته خبري کانفرنس ته وينا کې ډاکټر قبله اياز د شريکې اعلاميه د لارې د سيالکوټ پېښه په سختو ټکو وغندله او بې له عدالته د یو بهرني وګړي د وژنې پېښه یې وحشیانه وبلله:
"بغير د ثبوته په سلګونو خلکو د لاسه د مذهب د سپکاوي په تور د سريلنکایي وګړي د وژنې پېښه د ملکي قانون او اسلامي شريعت په ضد او یو ناوړه عمل دى".
تېره ورځ د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د سياسي او عسکري قيادت غونډه کې د سيالکوټ په پېښه باندې تورنو ملزمان ته د سزا باوري جوړولو عزم څرګند کړى شوى وو.
څېړونکي امتياز عالم وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل دا مشران هغه وخت ولې سترګې پټې کړي چې ويني هم د دوی د مسلک عالمان د مذهب د سپکاوي په نوم د ولس جذبات راپاروي او بيا دغه قهرجن مظاهرچيان بې ګناه خلک وژني:
"که دا عالمان دومره مخلص وي پکار ده لومړى په سيالکوټ او بيا د هيواد په نورو برخو کې د پريان کمارا د وژنې د پېښې په ضد جلسې وکړي او د توندروۍ بيانيه رد کړي".
بل اړخ ته د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد هم غوښتنه کړې چې د سيالکوټ د پېښې د ملزمانو په ضد قضيه دې په ګړندۍ توګه وچلول شي.
د پنجاب پولیسو تر اوسه د سریلنکایي وګړي د وژنې په تور 122 تنه نیولي او د دوی په ضد یې د ترهګرۍ، قتل او نورو سنګینو جرمونو په بنیاد مقدمې درج کړې دي.
مطبوعاتي رپورټونه وایي دا وخت په پاکستاني عدالتونو کې د مذهب د سپکاوي 600 مقدمې درج دي چې پکې په 1,865 تنو باندې د عدالتونو له خوا فرد جرم لګول شوی یعنې په رسمي توګه تورن کړل شوي دي.
رپورټونه زياتوي تر اوسه د مذهب د سپکاوي په تور 151 تنه د عدالتي کارواىۍ نه بغير د قهرجنو مظاهرچيانو د لاسه مړه شوي دي.
See all News Updates of the Day
وکیلان: په ټانک، کوز او بر جنوبي وزیرستان کې ضلعۍ عدالتونه د امنیتي اندېښنو په سبب تړل شوي دي
د خېبرپښتونخوا په ټانک، کوز او بر جنوبي وزیرستان ضلعو کې ضلعۍ عدالتونه د امنیتي اندیښنو له امله ډېره اسماعیل خان ته په منتقل کېدو وکیلانو احتجاج کړی دی.
د ټانک د ضلعۍ انتظامیي د چارواکو په وینا د پېښور هايي کورټ په لارښوونه د دریو واړو ضلعو عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته منتقل شوي او په ډي ايي خان کې يې د مقدمو اورونه شروع کړې ده.
د عدلیې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل پېښور هايي کورټ د دغو ضلعو عدالتونو د منتقل کېدو امر پس له هغې کړې چې په وروستیو ورځو کې په عدالتونو د وسله والو بریدونو د زیاتېدو له امله امنیتي اندیښنې راولاړې شوې دي. په دې کې یو جج تښتول شوی او یو بل جج په وسله وال برید کې دوه پولیس اهلکار وژل شوي دي.
د وکیلانو په قول پېښور هايي کورټ دوه هفتې مخې په زباني کچه د عدالتونو د منتقلۍ هدایات جاري کړي وو.
د وي او ای ډیوه دپاره په سمدستي ډول ممکنه نه وه چې د هايي کورټ او د صوبايي حکومت نه د عدالتونو د منتقل کېدو په رسمي ډول تصدیق وکړی شي.
د ټانک ضلعې نه د پاکستان تحریک انصاف منتخب صوبایي پارلیمان غړي عثمان بیټني وویل، چې په دې اړه یې په پارلیمان کې نوټس جمع کړی دی او زیاته یې کړه چې انصاف د خلکو بنیادي حق دی، او دوی به د دې ناانصافۍ پر وړاندې خپل دریځ ثابت وساتي.
د ټانک او د جنوبي وزیرستان ضلعي بار کونسلونو یا د وکیلانو اتحاديي دغه فیصله رد کړې او په غبرګون کې یې پر عدالتونو او ریکارډ خونو تالې لګولې دي.
د ډسټرکټ بار ټانک صدر، ایډوکېټ پیر غفار شاه ویلي چې دوی به تر مرګه د داسې هر ډول فیصلو پر وړاندې ودریږي.
هغه وویل چې دا پرېکړه د ټانک او جنوبي وزیرستان د جنګ ځپلو او بې وسه خلکو لپاره یو لوی خنډ دی او دوی به د انصاف لپاره نورو ضلعو کې سرګردانه وګرځي.
د ډسټرکټ بار بر جنوبي وزیرستان صدر ایډوکېټ شیرپاو مسید ویلي، چې دا فیصله یو بې ساري ظلم دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې مثال نه دی لیدل شوی.
هغه وویل چې د څو قاضیانو د ساتنې لپاره د لکونو خلکو ذلت منل هېڅ د منلو وړ نه دی.
د ټانک او جنوبي وزیرستان د خلکو او مدني ټولنو لخوا هم په دې پرېکړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
دوی ویلي دي چې دا ډول اقدامات به دا تاثر پیاوړی کړي چې ادارې په خپلو مسؤلیتونو کې پاتې راغلې دي.
د دغه ضلعو سیاسي اتحاد لخوا په اکتوبر ۲۳مه شټر ډاون احتجاج اعلان شوی دی.
د ټانک انتظامیې مشر د دفتر چارواکي وايي چې امنیتي حالات قابو کې دي او په ججانو بریدونه یوازې د تګ راتګ پرمهال په ډېره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي.
څيړونکي وايي د چين وزير اعظم په سفر کي د سيپېک په دويم پړاٶ د کار پيلولو کي څه غټه کاميابي په نظر نه راځي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د خپل چينايي سيال لى چيانګ سره په اسلام اباد کي د ګوادر نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه په انلاین بڼه پرانسته وكړه او دا یې د سيمې او منطقې د پرمختيا مرکزاو ګيم چينجر وبللو.
د چين وزيراعظم لي چيانګ په دغه موقعه وويل، "د ژورې همکارۍ د علامت په توګه، سي پېک (د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ) د پاکستان په اقتصادي، ټولنيز پرمختګ او سيمه ييز يووالي کې مثبت رول لوبولی دی."
خو د څېړونکو په نظر په پاکستان کي چيناؽى وګړي په نخښه کونکي بلوڅ لبريشن ارمي او نورې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې چين ته د يو استعماري طاقت په توګه ګورى او وايي چين او پاکستان په ګډه سره د دوى اقتصاړى محروميانې نورې زياتوى، او دا ډلې د سي پيک مخالفت کوي.
د وي او اې ډیوه سره په خبرو کې خبريال اوڅېړونکي سید علي شاه وویل: "په بلوچستان کي د چين نه علاوه د جرمني، جاپان، امريکا او نورو هيوادونو پروژې هم روانې دي خو سوال دا دې چې يواځې چينيان ولې په نخښه کيږي؟ بلوڅ بيلتون خوښي د کال 2004 راهيسې د سى پيک خلاف دى او چينيان په نخښه کوى او د سى پيک په لار کي امنيت يقينآ ډير غټه ستونزه ده."
خو د سيد على شاه په وينا چين په پاکستان کي درانه سرمايه کاري کوي او د امنيت ستونزې سره سره به د سى پيک په پروژو کار هم روان وي.
د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو کالنو کې د پاکستان دننه بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې 22 چینایي وګړي وژل شوي دي.
په راتلونکو ورځو کي هيله ده چې د پېښور نه تر کراچۍ د نوې پټلۍ اچولو ايم ايل ون نومې پروژه هم کار پيل کړي. په دې منصوبه به د شپږو نه اووه اربه ډالره خرچ کيږي.
البته څيړونکي وايي د چين وزير اعظم په دې سفر کي د سي پېک په دويم پړاٶ د کار پيلولو کي څه غټه کاميابي په نظر نه راځي.
خبریال او څېړونکی ثنا الله خان وایي" دی سفر کي څه ډېره غټه کاميابي خو تر لاسه نشوه څنګه چې ويلې کيدل د سي پيک دويم پړاٶ باندې به کار پيل شي."
ثنا الله خان وویل "تر دي دمه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ کومې لوظنامې د وړاندې نه لاس ليک شوى دى په هغې د عمل درامد کولو هسې روانې دي."
د شنګهاي د همکاریو تنظیم کې د ګډون لپاره راغلي د چین وزیراعظم د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر سره هم لیدنه کړې اؤ پاکستاني رسنۍ وایي دې لیدنه کې دواړو هېوادو د خپلو اړیکو د لا پیاوړي کولو اؤ پراخولو هوډ ښودل شوی دی.
د پنجاب حکومت په ښځينه زده کوونکې د شوي مبینه جنسي تیري د پلټنو لپاره کمیټي جوړه کړې ده
د پنجاب سر ښار لاهور کې د یو شخصي کالج په ښځینه زده کوونکې د شوي مبینه جنسي تیري په ضد د پنجاب بیلابیلو سیمو کې له شوؤ احتجاجونو وروسته د پنجاب حکومت ددغه پېښو د پلټنو لپاره کمیټي جوړه کړې ده.
په ورته وخت کې د پنجاب په تعلیمي ادارو کې د ښځينه زده کوونکو د ځورونو د پېښو د پلټنو لپاره لاهور هایکورټ ته عریضه هم شوې ده.
تېره ورځ په لاهور کې ددې مرموزې پېښې په ضد د شخصي کالج د کیمپس زده کوونکو قهرجن احتجاج کړی اؤ د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په دغه مهال رامنځته شوي اخ و ډب کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ژوبل شوي وؤ.
د لاهور په شخصي کالج کې د یوې زده کوونکې د ریپ یا په هغې د جنسي تیري خبر په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلی ؤ چې له هغې وروسته د پنجاب د تعلیم محکمې د یاد کالج رجسټریشن معطل کړی اؤ پولیسو ددغه کالج یو سیکیورټي کارډ یا ساتونکی هم د پېښې په تړاؤ نیولی دی.
د پنجاب د پولیسو لوړ پوړي مشر یا ډي آي جي اپریشنز فیصل کامران تېره ورځ رسنیو ته ویلي وؤ چې تر اوسه په زده کوونکې د جنسي تیري پخلی نه دی شوی.
خو د پولیسو د وضاحت باوجود د پنجاب بیلابیلو ښارونو کې طالبعلمانو اؤ د مدني ټولنې فعالانو ددې پېښې په ضد سخت احتجاجونه کړي دي چې له هغې وروسته نن د نهې په ورځ د پنجاب حکومت ددې پېښې د پلټنو لپا ره د لوړې کچې یوه کمیټي جوړه کړې ده.
د پنجاب د وزیراعلا د دفتر نه د خپرې شوې اعلامیې له مخې ددې کمیټي مشري به د پنجاب چیف سیکرټري کوي اؤ په غړو کې به یې د پنجاب ایډوکیټ جنرل،د کورنیو چارو،د لوړو زده کړو، د ځانګړو زده کړو اؤ د روغتیا پالنې د محکمو سیکرټریان شامل وي.
د پنجاب په تعلیمي ادارو کې د ښځينه زده کوونکو د ځورونې د پېښو د پلټنو لپاره د رانا سکندر په نوم یو وکیل په لاهور هایکورټ کې عریضه هم جمع کړې ده.
د وي او اې اردو د رپورټ له مخې په دغه عریضه کې ویل شوي چې پنجاب پوهنتون کې په مبینه توګه د یوې نجلۍ د ځان وژنې پېښه مخې ته راعلې اؤ د لاهور په شخصي کالج کې په یوه زده کوونکې د شوي مبینه جنسي تیري په ضد طالبعلمانو احتجاجونه کړي دي.
درخواست کې ویل شوي چې په ځایي سرکاري پوهنتون کې هم جینکو زده کوونکو د ځورونې په ضد احتجاج کړی دی.
درخواست یا عریضه کې دریځ خپل کړل شوی دی چې د ښځينه زده کوونکو تحفظ د پنجاب حکومت ذمه واري ده خو صوبایي حکومت د زده کوونکو په ځورونه هیڅ نوټس نه دی اخستی.
درخواست کې د عدالت نه غوښتنه شوې ده چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې د نجونو د ځورونو د پېښو د پلټنو امر وکړي اؤ هم دې د پنجاب حکومت ته د ښځينه زده کوونکو د تحفظ باوري کولو حکم وکړي
د شنګهاي د همکارۍ سازمان غونډه کې ګډون لپاره د بیلابیلو هیوادونو مشران پاکستان ته رسېدلي
د شانګهاي د همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشریزه نن د سه شنبې د ورځې څخه په اسلام اباد کې پېلیږي چې دې غونډه کې د ګډون لپاره د بیلابیلو هیوادونو مشران سر ښار اسلام اباد ته رسیدلي دي.
د شانګهاي د همکارۍ سازمان په غونډه کې به د اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېريال او ټولنيزو کلتوري اړيکو په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وشي.
څیړونکې هیلې څرګندوي چې دغه غونډه کې د سیمه ییزه اقتصادي اړیکو په اړه کیدونکې ممکنه لوطنامې به د پاکستان لپاره ډیرې ګټورې وي خو پاکستان ته به خپل هیواد کې امنیت ټینګ ساتل باورې کول وي.
د پاکستان په کوربه توب به د شانګهاي همکارۍ سازمان (SCO) په دې دوه ورځنې غونډه کې د چین، روس ، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان اؤ ازبکستان د وزیراعظمانو په شمول د ایران مرستیال صدر، د هند د بهرنیو چارو وزیر به ګډون کوي.
د هند د بهرنیو چارو د نهې- سه شنبې په ورځ د شانګهاي همکارۍ سازمان غونډې کې ګدون دپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
ایس جې شنکر به د شانګهاي همکارۍ سازمان په غونډه کې د هندي پلاوي استازیتوب کوي.
نوموړي پاکستان ته تر رسېدو مخکې څرګنده کړې چې د خپل سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې نه کوي.
دا په نزدې یوه لسیزه کې پاکستان ته د کوم هند د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.
په اسلام اباد کې د اسلامي پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر ډاکټر معراج الحق وي او اې ډیوه ته وایي د شنګهاي د همکاریو په سازمان کې چې کوم ملکونه دي، په هغې کې ډیر د اسیان غړي دي نو که دوي په خپل منیځ کې تجارتي، کاروباري او معاشي اړیکې مخ په وړاندې بوځي نو د سیمې ټولو هیوادونه د یو بل څخه ګټه ترلاسه کولی شي.
په اسلام اباد کې دا مهمه غونډه په داسې حال کې کیږي چې د اکتوبر په شپږمه نېټه کراچۍ کې په یو ترهګریز برید کې د دوو چينايي انجنيرانو له وژل کېدو او د اکتوبر په يوولسمه نېټه بلوچستان کې د ۲۱ کان کېندونکو له وژل کېدو وروسته د جنوبي اسيا په هېوادونو کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.
خبریال عرفان خان ډیوه سره خبرو کې وایي،په پاکستان کې د شنګهاي د همکارۍ سازمان غونډه ځرګندوي چې دغه هیوادونه په پاکستان کې پر سرمایه کاري باورې دي، او یقیناً د پاکستان حکومت به دوي ته داسې ډاډګیرنې ورکړې وي، چې د دوې باور به یې ترلاسه کړی وي.
هغه وایي ،که چرې دغه هیوادونه دلته سرمایه کاري کوي نو دوي ته به اسانتیاوې او تحفط ورکول کیږي.
څیړونکې وایي په دغه غونډه کې کیدونکې ممکنه لوظنامې، په داسې حال کې د پاکستان او غړو هیوادونو تر منیځ د اقتصادې رابطو لاره پراخولی شی چې پاکستان دا وخت د سختو اقتصادې چیلنجونو سره مخ دی او اقتصادي پر مختګ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره مایه کارۍ ته اړتیا لري.
ډاکټر معراج الحق وایي "په دې اوس وخت کې په پاکستان کې تجارتی هلې ځلې کمزوې دي، او اقتصاد په ټپه ولاړ دی، که چرې د شنګهاي د غړو هیوادونو تر منیځ څه لوظنامې وشي، نو پاکستان ته به د دې ډیره ګټه وي"
د شنګهایی همکاریو د تنظیم د غونډې په مهال په پایه تخت اسلام اباد کې سخت امنتې ګامونه پورته کړی شوې دي، ریډ زون تړل شوی، په ټول ښار کې د 10,000 څخه زیات پولیس ځای پرځای شوي دي او په ریډ زون کې امنیت د پوځ تر کنټرول لاندې دی.
ددې تر څنګ پهپاته تخت کې د اکتوبر د ۱۴مې څخه تر ۱۶مې پورې د دریوؤ ورځو رخصتي اعلان شوې ده.
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې غوښتنې اییني ګرځول شوي
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پرامنه توګه د پښتون قامي جرګې سرته په رسیدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده اؤ اسمبلۍ کې د موجودو سیاسي ګوندونو پارلیماني مشرانو د جرګې غوښتنې آیني ګرځولې دي.
د پښتون قامي جرګې په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه هم شامل ده چې د پښتونخوا د قبایلي ضلعو وکړو ته دې بجلي بیخي ویړیا اؤ د نورو ضلعو اوسیدونکو ته دې یو یونټ په پینځه روپۍ ورکول کیږي.
خېبر کې د ترسره شوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګې په وروستۍ ورځ ۱۳م اکتوبر د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پښتین پخپله وینا کې ویلي وؤ "د پښتونخوا په نورو سیمو کې دوي تر شپیتوؤ زیاتې روپۍ په یوه یونټه اخلي. جرګې متفقه فیصله وکړه. چې نن ورځې نه پس به هیڅوک په يوه یونټ باندې تر پنځه روپۍ زیات بل نه ورکوي"
دغه فیصله کې ویل شوي دي که چرې ددې بدل کې د چا د بجلۍ د بندولو یا لوډشیډنګ کولو کوشش وکړو نو جرګه به د پښتونخوا نه نورو صوبو ته د بجلۍ د تارونو پریکولو بندوبست کوي.
ددې فیصلو اورولو په وخت د صوبې اعلا وزیر سردار علي امین ګنډاپور هم موجود وو.
جرګې ته خپله وینا کې د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور وعده کړې وه چې د ده په اختیار کې کومې غوښتنې راځي هغه به ټولې د ایین په چوکاټ کې دننه پوره کوي.
په څوارلسم اکتوبر ماښام ناوخته صوبایي اسمبلۍ خپله د معمول کاروایي وځنډوله اؤ په پښتون قامي جرګه یې خبرې وکړې.
د سیاسي ګوندونو پارلیماني غړو په پرامنه جرګې کولو خوشالي څرګنده کړه اؤ د پښتون قامي جرګې غوښتنې یې اییني او قانوني وبللې.
پښتونخوا اسمبلۍ کې د پیپلز پارټۍ پارلیماني مشر احمد کریم کنډي احمد کریم کنډي وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي خېبر پښتونخوا صوبه تر ټولو ارزانه بجلي جوړوي اؤ دا خبره هغه ډیر مخکې راپورته کړې وه چې پښتونخوا ته باید بجلي په ارزان نرخ ورکړل شي.
هغه وویل "زه خپله ذاتي طور باندې خوشاله هم شوم. چې نن زما ټول ولس چترال نه واخله وزیرستانه پورې په دې خبرو باندې خبرې کوي لګیا دی. دا دستوري خبره ده. دا د اساس خبره ده. دا په دې اساس کې په دې عمراني معاهدې کې، د ۱۹۷۳په دې ایین کې موجود دی. د نټ هایډل پرافټ په صورت باندې،دا تاسو وګورئ. دا بجلي شوه دا ګیس شو یا تیل شو. دا هغه څیزونه دي. چې کوم کیټیګوریکلي په آیین کې موجود دي دا څیزونه"
احمد کریم کنډي زیاتوي خیبرپښتونخوا نولس اربه یونټه بجلي پیدا کوي او خرچ یې د لسو اربو یونټو نه هم کم دی.
وایي صرف د بجلۍ مد کې وفاقي حکومت د صوبې یونیم زرو اربو روپو نه تر شپاړس سوو اربو روپو پورې قرضداری دی.
د احمد کریم کنډي په خبره "غیرملکي آي پي پیز ته هرکال پنځه شپږ سوه اربه روپۍ د معاهدو لاندې ورکوي. خو د آیني معاهدې لاندې صوبې ته قرض نه واپس کوي"
غونډې ته خپله وینا کې وزیر اعلا علي امین ګنډا پور غونډې وویل. د اسمبلۍ غړي دې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو او فیصلو تفصیلي بحث وکړي. او یو ځل بیا یې د خپلې پوره مرستې اعلان وکړو.
د خېبر جرګې پرېکړو یا غوښتنو ته تر دې دمه د وفاقي حکومت له اړخه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
Forum