دهند ددفاعي ځواکونو دمشر جنرال بپن راوت پوځي هیلي کاپټر دهند په تامل ناډو سیمه کې دغورځېدو له امله تباه شوی .
هندي رسنۍ وایي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي اؤ ځینې نور سخت ژوبل شوي دي خو دجنرال بپن راوت په اړه نه ده معلومه چې هغه دې پېښه کې خوندي پاتې شوی که زیات ور رسیدلی دی؟
پاکستاني رسنۍ دهندي میډیا له قوله دې پېښه کې د جنرال بپن دژوبل کیدو خبر ورکوي خو پخپله دهند سترو خبري شبکو یا حکومتي اؤ پوځي چارواکو لا په دې هکله غوڅ معلومات مخې ته نه دي راوړي.
دهند هوایي ځواکونو په ټویټر ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي ایم ایي وي ۵ هیلي کاپټر دتمل ناډو سره نزدې په نور سیمه سیمه کې دپېښې ښکار شوی.
د هندي خبري اژانس ای این ایي د کرناټک ایالت د وزیراعلي بسواراج بومني له خولې لیکلي چې دپېښې په اړه معلومات راټولول کیږي اؤ ژوبل روغتون ته رسول شوي دي.
ځینې رسنۍ بیا وایي دې پېښه کې ځینې کسان دومره سوځيدلي چې پیژندګلو یې نه کیږي.
دهندي رسنیو له مخې په دغه هیلي کاپټر کې د هندي ددفاعي ځواکونو دمشر جنرال راوټ بپن ،دهغه دمیرمنې اؤ دکورنیو دنورو غړو په شمول لږ ترلږه ۱۴کسان سواره وؤ .
دهند دولتي خبري شبکې پریس اف انډیا د سرچینو له خولې ویلي چې دپېښې دځائ څخه څلور مړي اؤ درې زخمیان ویستل شوي دي خو نورې رسنۍ بیا پخپلو وروستیو رپورټونو کې دې پېښه کې د۱۱کسانو اؤ ځینې د پینځوؤ کسانو دمړینې خبر ورکوي.
دهیلي کاپټر د پېښې په اړه یو شمیر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې دي چې پکې لیدل کیږي د غورځیدلي هیلي کاپټر نه لوګي پورته کیږي خو دا پخلی نه دی شوی چې دا هم دجنرال بپن راوټ غورځیدلی هیلي کاپټر دی که دکومې بلې پېښې ویډیوګانې دي.
جنرال بپن تر دې وړاندې دهندي پوځونو دسرلښکر په توګه اؤ په نورو مهمو څوکیو هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي اؤ دخپل۴۲کلن ماموریت په موده کې ورته په غوره خدماتو دهیواد دصدارتي ایوارډ ترڅنګ ګڼې نورې پوځي جائزې هم ورکړل شوي دي