لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبانو یو شمېر پخواني چارواکي او امنیتي کارکنان وژلي یا لادرکه کړي یې دي


د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش
د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش

واشنګټن - د ملگرو ملتونو یو راپور چې رائټرز خبري ادارې لیدلی، وایي چې طالبانو او اتحادیانو یې له افغانستانه د امریکایي قواوو د وتلو وروسته، د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي، امنیتي کارکنان او یا هغه کسان چې د نړېوالو پوځونو سره یې همکاري کړې وه، وژلي دي.

د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش دا راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړی او په هغه کې د افغانستان دننه د قریب څلوېښت میلینه خلکو د ژوند حالات داسې ښودل شوي چې ورځ تر بلې خرابیږي.

رائټرز خبري اداره وایي، ګوټېرش ویلي چې افغانستان کې "ټول معاشرتي او اقتصادي نظام په تباه کېدو دی."

پس له هغه چې طالبانو په کابل قبضه ولګوله او د امریکا په مشرۍ خارجي عسکر ټول د افغانستانه ووتل او د نړېوالو امدادګرانو کومک هم په افغانستان باندې په ټپه ودرېد، د ملگرو ملتونو سېکټري جنرل څو څو ځله د افغانستان د بشري او اقتصادي بحرانونو په حقله خبرداریانې ورکړي. دا یې د هغو خبرداریو په لړ کې، تر ټولو تازه خبرې دي.

ګوټېرش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان حالاتو ته د رسیدګۍ دپاره دې د ملګرو ملتونو په مېشن کې بدلونونه منظور کړي چې د بشري حقونو د څارنې د یوې نوې ډلې جوړېدل هم پکې شامل وي.

راپور کې دا هم راغلي چې د ملګرو ملتونو مېشن ته په افغانستان کې د پخوانیو افغان چارواکو، امنیتي مامورینو، او د امریکا په مشرۍ د بهرنیو قواوو د همکارانو مبینه وژنو، جبري لادرکه کېدو، او نورو خلاف ورزیو معتبرې دعوې رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو عمومي عفوه هم اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو مېشن ویلي، دوی ته داسې کره راپورونه رارسېدلي چې د اګسټ د ۱۵مې نه پس، د سلو (۱۰۰) نه زیات کسان وژل شوي او په دې کې د شپېتو فیصدو نه زیات یې طالبانو او یا د طالبانو سره تعلق لرونکو ډلو وژلي دي.

همدا شان د اعتبار وړ دعوې رپوټ شوي چې وایي لږ تر لږه پنځوس کسان چې د داعش خراسان ډلې سره د تعلق درلودو شک ورباندې کېده، د کوم عدالتي پروسې نه بغیر وژلی شوي دي.

رائټرز خبري اداره زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: " اوس هم د بشري حقونو محافظینو او د مېډیا کارکنانو باندې حملې کیږي، یرول کیږي، ځورول کیږي، پخپل سر ګرفتاره کیږي، ورسره بدسلوک کیږي او وژل کیږي."

په دې وروستیو کې افغانستان کې د طالبانو خلاف یو شمېر ښځو فعالانو مظاهرې وکړې خو وروسته وویل شول چې طالبانو د شپې د هغوی په کورونو چاپې وهلي او هغوی یې لادرکه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مېشن په کابل کې د دوو ښځینه مدني فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. یوناما د خالي/شنبې په ورځ په طالبانو غږ وکړ چې د دغو لادرکه شویو ښځو د ځای او حالت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

طالبانو د دې خبرې نه انکار کړی چې ګني د دوی حکومتي ادارو دې دا ښځې ګرفتاره کړي وي. مګر طالبان دا دعوه هم کوي چې په ټول افغانستان د دوی واک چلیږي، نو اوس دا چې دغه لادرکه کېدل به بغیر د طالبانو اوس د چا کار وي، روښانه نده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG