واشنګټن - د یوې لسیزې نه لږ مخکې، د ټېکنالجۍ لوی شرکت اېپل خپلو ځیرک تیلفون (آیفون) اخیستونکو ته دا ویل شروع کړل چې "که د یوڅه کولو صلاحیت شته، د هغه دپاره یو اپلیکیشن هم موجود دی." او اوس، همدا خبره د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په هکله هم ویل کیدای شي.
د ګل/دوشنبې په ورځ امریکا کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز (NCTC) خپل موبایل اپلیکیشن aCTknowledge معرفي کړ، او دا ایپلیکیشن د اېپل ایپ پلورنځي او د NCTC ویب پاڼې څخه کښته کولو/ډاونلوډ لپاره آماده دی.
د NCTC یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دې موبایل اېپ جزئیات په ډاګه کړل او ویې ویل، "دا ایپلیکیشن د ترهګرۍ ضد غیررازدار معلوماتو ترلاسه کولو دپاره یو هراړخیزه پلورنځی دي."
چارواکو وویل چې یوه نسخه/ورژن به په راتلونکو میاشتو کې په ګوګل پلې کې د آنډراید ټلیفونونو لپاره هم وړاندې کړل شي، او همدارنګه به د کمپیوټري ډيسک ټاپ ورژن/نسخې په هکله به هم معلومات آماده شي.
پداسي حال کې چې عام خلګ به دې ایپیلیکیشن ته رسايي ولري خو ځیني ځانګړې برخې به یوازې د ترهګرۍ خلاف د مسلکي مبارزینو پورې محدود وي.
د NCTC چارواکي وايي چې لومړی به دا ایپلیکیشن د امریکا فډرالي حکومت او پوځي چارواکو پورې محدود وي. او په نږدې راتلونکې کې به د ترهګرۍ ضد سرکاري او ځايي چارواکي هم ورته رسایي ومومي.
د NCTC یو ماهر چې د aCTknowledge ایپ په جوړولو کې یې مرسته کړې خبریالانو ته وویل "دا زمونږ د معلوماتو شریکولو په هکله خورا یو لوی ګام دی ".
دغه ماهر وویل: "دا چې مونږ مخکې معلومات په منظمه توګه په یوه اونۍ کي د بریښنالیک له لارې شریکول اوس په ورځ کي په چټکي سره خپروو. د خپلو ملګرو سره په چټکي معلومات شریکول به په ټولنه کي یونوی لوی بدلون را منځ ته کړي او په عموم کي به مونږ وکولای شو چي ژر د هر چا د پوهې کچه د ترهګرۍ پر ضد لوړه کړو."
د NCTC’s ایپلیکیشن aCTknowledge هم د نورو ایپلیکیشنونو په څیر، به استفاده کوونکو ته د خبر ترلاسه کولو، د معلوماتوپه لټولو، او د ځانګړو شرایطو یا موضوعاتو په اړه تازه معلوماتو د تعقیبولو وړتیا ورکړي.
که څه هم په اپلیکیشن کې شریک شوي معلومات غیر محرم/غیررازدار دي، خو چارواکي بیا هم تحفظي ګامونه اخلي چې سیستمونه د انټرنیټی غلو څخه خوندي کړي څوک چې ناوړه ګټه اخیستلوهڅه کوي.
د NCTC یو دوهم کارپوه د نورو په څیر د نوم د نه ښودلو په شرط وايي: "تاسو ته پکار ده چې د راجسټریشن لپاره د خپل باقاعده اېمیل آدرس څخه کار واخلي. د ارزونې لپاره موږ داسي معیارونه لرو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې غوښتونکي د پوهیدو لپاره تا یید شوي اړتیا لري."
چارواکي وايي دا اپلیکیشن د امریکا د ټولو ایالتونو څخه د پولیسو په ګډون د حکومتي او ځایي لومړي او چټک ځواب ویونکو په مرسته تنظیم شوی دی.
"د aCTknowledge په خپرولو سره، NCTC زمونږ هدف پرمخ وړي چې څنګه مونږ د خپلو ملګرو سره استخباراتي معلومات شریکوو" د ګل/دوشنبې په ورځ ناوخته د NCTC مشرې، کریسټي ابیزید په یوه بیان کې وویل. "اپلیکیشن خپلو کاراخېستونکو ته د معلوماتو تر څنګ دا وړتیا ورکوي چې د دوی خپلې ټولنې د ممکنه ګواښونو څخه خوندي وواسي".