اې پي :روس د یوکرین په شمالي ګاونډ بېلاروس کې خپل مشترک پوځي مشق چې باید د اتوار/یکشنبې په ورځ ختم شوی و، لا پسې غځولی دی. بل اړخ ته د یوکرین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او بېلتون پالو ترمنځ د تېرو دوو ورځو راهیسي نښتې او ګوله بارۍ روانې دي، او دا یره یې پیدا کړې چې دا به روس ته په یوکرین باندې د حملې دپاره بهانه جوړه شي. د یوکرین صدر ولاډمیر زېلنسکي د بېلتون پالو سره د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.
په بېلاروس کې د ګڼ شمېر روسي قواوو موجودیت دا فکرمندۍ پیدا کړي چې دا عسکر ممکن د یوکرین په سرښار کییف باندې د قبضې لګولو دپاره استعمال شي. کییف درې میلینه آباتي لري او د بېلاروس نه جنوب پلو، نږدې درې ګنټې د ګاډي لاره ده.
نېټو اندازه لګوي چې په بېلاروس کې دېرش زره (۳۰۰۰۰) روس عسکر موجود دي.
مغربي مشرانو خبرداری ورکړی چې روس غواړي پخپل ګاونډي ملک یوکرین باندې حمله وکړي. روس د یوکرین درې اړخونو ته شاوخوا یو نیم لاکهـ عسکر، او ګڼ شمېر پوځي جهازونه او پوځي وسایل راغونډ کړي دي. روس د خالي/شنبې په ورځ د بېلاروس سره د جوهري او غېرجوهري وسلو مشترک مشقونه ترسره کړل. روس همدا شان په توره بحیره یا بلېک سي کې هم د سمندري ځواکونو مشقونه جاري کړي دي.
امریکا او ډېر شمېر یورپي ملکونو دا څو میاشتې دعوې کړي چې روس کوشش کوي په یوکرین باندې د حملې دپاره بهانه ولټوي. مغربي ملکونو او امریکا دړکه ورکړې چې که داسې وشي، نو په روس به سمدستي سختې پابندۍ ولګول شي.
د امریکا نایب صدرې کاملا هېرس د اتوار/یکشنبې په ورځ د جرمني په میونېخ کې یو امنیتي کنفرنس ته په خبرو کې وویل: «مونږ په یورپ کې د جنګ د امکان په اړه خبرې کوو. په تېرو اویاوو (۷۰) کلونو کې دلته امن او سوله قایمه پاته ده.»
د یورپي کونسل مشر چارلز میشل وویل: «غټه پوښتنه دا ده چې آیا کرملېن ګفتګو غواړي؟ مونږ دا نشو کولی چې تر ابده پورې د پخلاینې رویه څرګنده کړو، په داسې حال کې چې روس دې میزائیلونه آزمایش کړي او د عسکرو په راغونډولو دې لګیا وي.»
د یوکرین صدر ولاډمیر زيلېنسکي د خالي/شنبې په ورځ په صدر پوټین غږ وکړ چې د ملاقات دپاره دې یو ځای وټاکی چې هلته دوی دوه مخامخ خبرې وکړي او د بحران د حل دپاره کوشش وکړي. روس د دې غوښتنې جواب نه دی ورکړی. د یوکرین صدر د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل ټویټر باندې یو پیغام خپور کړ او د یوکرین د بېلتون پالو سره یې ډزبندي هم وغوښته. د یوکرین د بېلتون پالو سره د روس ملاتړ شته او دا دوه ورځې کیږي چې د هغوی او د یوکرین حکومتي عسکرو ترمنځ ګوله بارۍ روانې دي.
صدر پوټین د یوکرین په ختیځ کې د دې شخړو ذمه واري په یوکرین اچولې او نېټو یې هم ملامته کړې چې ولې یې یوکرین ته یې نوې وسلې او ګوله بارود ورکړي دي.
د یوکرین په ختیځ کې د حکومت او د بېلتون پالو ترمنځ شخړه دا اته کاله کیږي چې جاري پاته ده، خو په تېرو دوو ورځو کې د دوی ترمنځ کرښې باندې ډزې او نښتې زیاتې شوي دي. رائټرز خبري ادارې لیکلي، د کرښې دواړه غاړې، خلک د جنګ دپاره آمادګي نیسي، او آن د پاخه عمر عام خلک، سړي او ښځې ځانونه جنګ ته آماده کوي او ځینې یې د وسلو استعمال او د فوري امداد چلونه زده کوي.