لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زيلنسکي وایي روس په اودېسه ښار باندې د بمبارۍ خیال لري او دا به "جنګي جرم" وي


کیېف ته نږدې یو ښارګوټي باندې د روسي ځواکونو د حملې نه پس، یو کس د خپل بچي سره د تېښتې په حال کې لیدل کیږي
کیېف ته نږدې یو ښارګوټي باندې د روسي ځواکونو د حملې نه پس، یو کس د خپل بچي سره د تېښتې په حال کې لیدل کیږي

واشنګټن - د اوکراین صدر ولوډمیر زېلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل، روس خیال لري چې د اوکراین جنوبي ښار اودېسه بمبار کړي. زېلنسکي د ټي وي د لارې خپل تقریر کې وویل چې که روس په اودېسه بمباري وکړي، نو دا به "یو جنګي جرم...یو تاریخي جرم وي."

زېلنسکي خپل د تقریر یوه برخه په روسي ژبه وغږېد او په روسانو یې ټینګار وکړ، "په داسې موقع کې چې لا هم د شر د ماتولو دپاره موقع شته"، د ژوند او غلامۍ ترمنځ دې یوه لاره خوښه کړي.

د روس صدر ولاډمیر پوټین د خالي/شنبې په ورځ وویل که چېرته اوکراین خپله لاره بدله نکړي، نو دا خطره شته چې د یو ملک/ریاست پاته کېدل یې خطرې سره مخ شي.

د رائټرز خبري ادارې ترمخه د روس د جازونو کمپنۍ ایروفلوټ د کارکوونکو سره د ملاقات په وخت پوټېن د يورپي هیوادونو په روس اقتصادي بندیزونه د جنګ سره سم تعبیر کړل او زیاته يې کړه چې په اوکراین کې د نو فلای زون اعلانول به د نړۍ لپاره خطرناک وي.

تیره ورځ د امریکې خارجه وزیر انټوني بلېنکن د اوکراین د غوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته ویلي وو که په اوکراین کې نو فلای زون (هغه فضایي حدود چې پروازونه پکې منعه شي) اعلانوي، نو معنا به يې دا وي چې هلتا په دې د عمل کولو لپاره جنګي جهازونه ولیږل شي. او که دا جنګي جهازونه د روس جهازونه تباه کوي، نو بیا امکان لري جګړه تر اوکراین پاتې نه شي او دا بیا دا اروپا جنګ شي او امریکا د خپلو ايتلافیانو او ملګرو سره هر ممکن کوشش کوي دا جګړه نوره خوره نه شي.

بلېنکن ویل د امریکا صدر جوبایډن ښکاره ویلي دي چې د امریکا پوځیان به اوکراین ته نه ورځي او زیاته يې کړه چې اوکراین ته په ښه طریقه د خپلې دفاع لپاره به امریکا او د ده ملګري دوی ته هر قسمه پوځي او نورې مرستي سېوا کوي.

د اوکراین صدر ولوډمیر زېلنسکي په اوکراینیانو غږ کړی چې د خپل هېواد او د روښانه مستقبل د دفاع لپاره دې وجنګیږي او د دوی ‌غلي پاتې کیدل خپله ازادي او ښه ژوند په غربت او په جبر کې بدلول دي. زېلنسکي زیاته کړه چې دوی ته د خپل هیواد د دفاع لپاره د جنګي جهازونو ضرورت دی.

د هغه په وینا، "نړۍ په اوکراین کې د روس د میزائیلو، جنګي جهازونو او هيلي کاپټرو د مخنيوي توان لري خو که څوک اوس هم شک لري نو بیا يوکرېن ته د جازونو ضرورت دی. که د یوکرېن او د یورپ فضا خوندي کولو عظم لرې نو په حقیقت کې دا ډیره اسانه ده."
د خالي په ورځ ناوخته د امریکا صدر جوبایډن د اوکراین د صدر سره په ټيليفون خبرې وکړې او روس ته په اوکراین باندې د یرغل د ګران پریوتلو په لړ کې يې د امریکې، د ده د ايتلافیانو، ملګرو او د شخصي کاروباري ادارو په هلو ځلو خبری کړي دي.‌

د امریکې په سېنټ کې د اکثريتي چوکو د ډېموکرېټ مشر چک شومر ترمخه زېلېنسکي د انټرنیټ د لارې د امریکې د دریو سوو نه د زیاتو د سېنټ، د ایوان نمایندګانو او د مشاورو سره په خپلو خبرو کې د دوی نه غوښتنه کړې چې د روس سره د جنګ لپاره دې ورته جنګي جهازونه ورکړی شي.

د امریکې خارجه وزیر انټوني بلېنکن ویلي دي چې د صدر بایډن انتظامیه د اوکراین کډوالو سره د بشري مرستو لپاره د دوه اعشاریه اوه پنځه بیلینه ډالره اضافي رقم د ټاکلو تیاری کوي.

روس پلوه چارواکو ویلی دي چې داتوار په ورځ د ماريپول نه د خلکو محفوظ ځای ته د وتلو لپاره ډزبندي کړل شوی ده. اوکرایني چارواکو هم د دې پخلی کړی.

تيره ورځ د روس او اوکرایني چارواکو ترمنځه سلا شوې ډزبندي د دواړو خواو په یو بل د خلاف ورزۍ د تورونو ورستو ختمه شوې وه.

په اوکراین کې د جګړو په وجه په لکونه خلک ګاونډي هیوادونو ته کډی کوي. او د مهاجرت لپاره د نړیوالې ادارې یا آی او اېم ترمخه د جګړې د شورو کیدلو راپدیخوا د اوکراین نه د کډه کوونکو شمار څوارلس نیم لکو ته رسیدلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: پي ټي ايي د تنقید دلارې په پوځ فشار اچول غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG