لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان د اوکراین جګړې په حواله د مغربي سفارتکارانو خط ته تند غبرګون وښود


(رائټرز) واشنګټن - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار/یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې مېشتو مغربي سفارتکارانو باندې چې تېره هفته یې د پاکستانه غوښتي و په اوکراین باندې د روس د حملې غندنه وکړي، سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې پاکستان د چا غلام ندی چې خبرې یې ومني.

د مارچ په لومړۍ نېټه اسلام آباد کې دوه ویشتو سفارتونو چې په کې د یورپي اتحاد غړي هېوادونه هم شامل و، یو مشترک بیان جاري کړی و او په کې یې د پاکستان نه په ټینګار غوښتي و چې اوکراین باندې د روس د یرغل په غندلو کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې د قرارداد ملاتړ وکړي او د روس د اقداماتو مذمت دې وکړي.

خو عمران خان چې د اتوار په ورځ یوې سیاسي اجتماع ته خبرې کولې، وویل: "تاسو مونږ ته د څه خیال کړی دی؟ آیا مونږ ستاسو غلامان یو... چې هرڅه تاسو وایاست مونږ هاغسې وکړو؟"

د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلې چې د روس د حملې په خلاف کوم قرارداد په اکثریت رایو باندې تصویب کړ، په هغه کې پاکستان چې له پخوا د مغربي ملکونو ملګری پاته شوی دی، دا ځل د بېطرفۍ رایه ورکړه.

د پاکستان اېټمي رقیب هندوستان هم په دې قرارداد کې د بې طرفۍ رایه ورکړې ده. عمران خان د هند رایې یادونه وکړه او ویې ویل: "زه غواړم د یورپي اتحاد د سفیرانو نه دا وپوښتم چې: آیا تاسو هندوستان ته هم همدغسې خط لیکلی دی [چې پاکستان ته مو ولیکه]؟"

وزیراعظم عمران خان دا هم وویل چې یورپي ملکونو په کشمیر کې د هندوستان د اقداماتو مذمت ندی کړی. هغه زیاته کړه، پاکستان چې په افغانستان کې د نېټو ائتلاف ملاتړ کړی و، له هغه سببه یې نقصان ولیده او د شکریه په عوض کې تنقیدونه واورېدل.

د فرورۍ میاشتې په آخره کې چې د روس له اړخه په اوکراین باندې د حملې وېرې زیاتې شوې وې او نړېوالو په پوټین د فشارونو غوښتنه کوله، هغه وخت عمران خان ماسکو ته په سفر روان شو چې دې سره هغه او حکومت یې د ټولو پام ځان ته راوګرځاوه. عمران خان په ماسکو کې صرف څو ګېنټې پس د هغه صدر پوټین سره ملاقات وکړ چې پوټین خپلو عسکرو ته په اوکراین باندې د حملې امر ورکړی و.

وزیراعظم د اتوار په ورځ وویل: "مونږ د روس سره ملګري یو، او د امریکا سره هم ملګري یو. مونږ د چین سره هم ملګري یو او د یورپ سره هم ملګري یو. مونږ په هېڅ ډله کې نه یو."

عمران خان زیاته کړه چې پاکستان به بې طرفه پاته شي او د هغو سره چې کوشش کوي اوکراین کې جګړه ختمه کړي، همکاري به کوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ویاند وویل، دا "کوم معمول سفارتکاري ګام" نه و چي سفارتکاران دي په ښکاره توګه د داسې خط د لارې خپله غوښتنه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG