لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د افغانستان په حواله د سیمې د خارجه وزیرانو درېیمه غونډه جوړوي


د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ وېنبین
د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ وېنبین

واشنګټن - د چین خارجه وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې هغه هېواد به د شورو/چهارشنبې او زیارت/پنجشنبې په ورځو باندې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو د خارجه وزیرانو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې کوربه وي.

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ وېنبین په بجینګ کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: "د چین سټېټ کونسلر او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به د مارچ له ۳۰مې نه تر ۳۱مې نېټې پورې، د چین په آنهوی ولایت په ټونشي ښار کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د خارجه وزیرانو د درېیمې ناستې کوربه وي.

د پاکستان، ایران، روس، تاجکستان، ترکمنستان، او ازبکستان خارجه وزیران او یا استازي به یې په دې ناسته کې ګډون ولري.

د دې غونډې نه پس به ښاغلی وانګ یي د افغانستان او ګاونډیو ملکونو ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو د ډائیلاګ یا خبرو اترو کوربه وي. د طالبانو د نګران حکومت له اړخه به د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ته په دې ډائیلاګ کې د شاملېدو بلنه ورکړل شي. د انډونېشیا او قطر خارجه وزیران به په دې ډائیلاګ کې د مېلمنو په حیث موجود وي."

د چین د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه چې افغانستان په یو ډېر مهم پړاو کې دی چې د هغه په باور، "د ګډوډۍ نه د حکومتدارۍ په طرف حرکت کوي." د هغه وینا وه چې افغانان اوس هم یو شمېر چلېنجونو سره مخامخ دي، هم په ملک کې دننه او هم بهر، چې ورته د بهرنۍ نړۍ امداد او ملاتړ "ضرور" دی.

چین وایي د دې ناستې په کوربه توب، کوشش کوي چې د افغانستان په مسئلې باندې د سیمې د هېوادونو اتفاق راپیدا کړي او په دې بحث وشي چې افغانستان کې څنګه استحکام رامنځته شي.

بل اړخ ته طالبانو ویلي دي چې د دوی خارجه وزیر امیر خان متقي او ورسره نور طالب چارواکي قطر ته تللي او په دوحه کې یې د محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره چې د قطر خارجه وزیر او د وزیراعظم مرستیال دی، لیدلي دي.

متقي همدا شان پرون (د اتوار/یکشنبې په ورځ) په قطر کې د انډونېشیا د خارجه چارو وزیرې رتنو مرسودي سره ملاقات کړی دی.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه هېڅ ملک په رسمیت ندی پېژندلی، د سخت اقتصادي فشار لاندې دی او هڅه کوي چې په نړېواله کچه په رسمیت وپېژندل شي، بندیزونه ورنه لېرې کړی شي، او نړېوالې مرستې ورته جاري شي.

مګر دننه په ملک کې، طالبانو ډېره سختدریځه تګلاره خپله کړې ده. جینکۍ یې د هائي سکولونو منعه کړي دي، د اکثرو کارونو یې منعه کړي، او هغه نارینه چې حکومتي ادارو کې کار کوي او تنخواګانې یې هم ندي اخیستي، د طالبانو له اړخه په دې ګواښل کیږي چې یا یې ږیرې لنډې وي، یا یې خرېیلي وي، او یا یې پټکی/لنګوټه نه وي په سر کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG