لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماینونو په اړه د پوهاوي نړېواله ورځ - افغانستان کې جګړه ختمه ښکاري، مګر د ماینونو خطر ډېر پاته دی


واشنګټن - نړېوالو نن د اپرېل ۴مه، په داسې حال کې د ماینونو په اړه د پوهاوي ورځ ولمانځله چې افغانستان او ترڅنګ یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې اوس هم ماینونه او د جګړو نه پاته ناچاوده توکي خواره دي او لا هم خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

په افغانستان کې د آی سي آر سي (یا د سره صلیب نړېواله کمیټه) وایي چې افغانستان په نړۍ کې یو د هغو ملکونو نه دی چېرته چې ټر ټولو زیات ماینونه خښ کړی شوي دي او هر کال سلګونه کسان مړه او زخمیان کوي.

په افغانستان کې د یورپي اتحاد نمایندګي ویلي "چې کله یوه جګړه ختمه هم شي، ماینونه خلکو ته نقصان رسول جاري ساتي، یره خوروي او نه پرېږدي چې خلک خپلو کورونو ته ستانه شي."

یورپي اتحاد همدا شان امید څرګند کړی دی چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې نړۍ د ټولو ماینونو نه پاکه شي.

بل پلو په افغانستان کې د سره صلیب/رېډ کراس نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون په خپل ټویټر لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال د پيل راهیسي، په افغانستان کې د ناچاوده توکو او ماینونو د چاودنې له امله ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

د وي او اې افغان سروس د یو رپوټ ترمخه، همدا درې ورځې مخکې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاوان/مارټر مرمۍ د چاودنې له امله پنځه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شول. د هلمند ولایت سیمه ییزو مسؤلینوو ویلي چې د دغه ماشومانو عمرونه د درې او ۱۲ کلونو ترمنځ و.

نن سبا په اوکراین کې درنه جګړه روانه ده او هلته هم ویل کیږي چې ډېر ماینونه خواره شوي دي. مګر افغانستان بیا هم د ماینونو د سببه د اوکرین نه یې خطره ډېره ده. په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په یو ټویټ کې ویلي: «د اپرېل ۴مه د ماین په اړه د پوهاوي ورځ ده. درې کاله پر له پسې، اوکراین کې د بل هر ملک نه زیات د ګاډو ضد ماین چاودنې وشوې. د ماینونو او په جنګ کې پاته د ناچاوده توکو د حادثاتو په وجه د مرګ ژوبلې له اړخه، صرف د افغانستان او شام نه پس، اوکراین نړۍ کې په درېیمه درجه ولاړ دی.»

د پاکستان قبایلي ضلعو ماینونه

د پاکستان په جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان ضلعو کې چې د افغانستان سره په سرحد پرتې سیمې دي، د تېرو څو کلونو راهیسي د ماینونو ستونزې پخپل ځای پاته دي. دې علاقو کې چې کله پوځ د ضرب عضب عملیات شروع کړل، ډېر خلک د جګړې د یرې یا دننه پاکستان کې نورو سیمو ته کډه وکړه او یا افغانستان ته مهاجر شول.

اوس چې جګړه ختمه هم ده، په دې ضلعو کې د ماینونو او د جګړو نه پاته ناچاوده توکو خطره نده ختمه شوې او خلک لا هم تشویش لري.

همدا تېر ستمبر میاشت کې د جنوبي وزیرستان خلک د پېښور هائیکورټ لخوا د ماین پاکۍ د پرېکړې ستاینه وکړه مګر ویل یې چې د ۲۰۱۱ کال راهیسي دوی سره دا وعدې روانې دي چې سیمې به یې د ماینونو نه پاکول کیږي، مګر بیا هم دا وعدې نه عملي کیږي.

د علاقې هغه کسان چې د ماینونو په چاودنو کې معذوره شوي و، قریب ۲۵ ورځې احتجاجي پرلت کړی و او د حکومت نه یې د معاوضې، درملنې او نوکریانو غوښتنه کوله.

حکومتي چارواکي پخپله هم په زمکه کې د ماینونو د شتون خبره تائیدوي او وایي د عامو خلکو ترڅنګ په امنیتي عسکرو هم د دې ماینونو چاودنې کیږي.

دسیمې نه زمکني ماینونه پاکول د پښتون ژغورنې غورخنګ په لومړیو غوښتنو کې شامله ده او د دوی د شمیرو تر مخه د جنوبي وزیرستان په دوؤ سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016م نه را په دیخوا د 300 نه زیات کسان د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار شوي چې پکې زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی او د خلکو زیات شمېر څاروي او ځنګلي ځناور هم پکې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG