لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الاقصی کې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ بیا تشدد پېښ شوی


واشنګټن - اسرائیلي پولیس د اتوار/یکشنبې په ورځ یو ځلي بیا په بیت المقدس کې د الاقصی جومات ته ورننوتل چې په نتیجه کې یې هلته د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ شخړې وشوې او فلسطیني چارواکو وویل چې اوولس (۱۷) فلسطینیان زخمیان شول. اسرائیلي پولیسو ویلي الاقصی ته یې د ننوتلو مقصد دا و چې هلته سپېڅلي ځای ته د ورتلونکو یهودیانو د تګ امنیت برقراره کړي.

دوه ورځې مخکې هم په بیت المقدس کې اسرائیلي ځواکونه په اقصی مسجد ننوتي و او هلته تشدد پېښ شوی و. یو کال مخکې په بیت المقدس/اورشلیم کې د اسرائیل د امنیتي ځواکونو او فلسطیني مظاهره چیانو ترمنځ تشدد د دې سبب شو چې په غزه کې یوولس ورځې جګړه وشي.

د الاقصی مسجد غونډۍ په اسلام کې د مکې او مدینې وروستو، درېیم سپېڅلی ځای ګڼل کیږي، او یهودیانو ته بیا دا تر ټولو سپېڅلی ځای دی چې دوی ورته د غره معبد یا ټېمپل ماونټ وایي. دا چې مسلمانان او یهودیان دواړه په دې ځای باندې دعوې لري او هغه خپل سپېڅلی مذهبي ځای ګڼي، په نتیجه کې یې تر اوسه څو څو ځله په دې باندې شخړې شوي دي.

سږکال د مسلمانانو د روژې میاشت، د عیسایانو سپېڅلې هفته چې آخره یې ایسټر اختر دی، او بیا د یهودیانو عید فسح چې یوه هفته دی، دا ټول په یو وخت کې برابر شوي دي. بل اړخ ته د کرونا عالمي وبا د وجې چې کوم محدودیتونه لګول شوي و، هغه اوس اکثره لېرې شوي او په دې سره لسهاوو زره عیسایي، مسلمان او یهودي زیارت کوونکي بیت المقدس ته تللي دي.

د اسرائیل پولیسو په فلسطینیانو دا تور لګولی چې ګني هغوی د مقدسو مکانونو "بې حرمتي" کړې او هغه یې "ناولي" کړي دي. بل اړخ ته فلسطیني چارواکو په اسرائیل تور لګولی چې ګني هغوی کوشش کوي د الاقصی سپېڅلی مکان تقسیم کړي.

د فلسطیني صدر محمود عباس ویاند خبریالانو ته وویل: "هغه څه چې په الاقصی مسجد کې پېښ شول، په تاوجنو حالاتو کې خطرناکه اضافه ده، چې د اثراتو ذمه واري به یې صرف د اسرائیلي حکومت په غاړه وي."

پولیس وایي هغوی په دې خاطر الاقصی ته ورننوتل چې هغه سپېڅلي ځای ته د یهودیانو د روزانه تګ راتګ امنیت قایم کړي. هغو زیاته کړې چې فلسطینیانو تیږې جمع کړي دي او د تشدد د پېشبینۍ د وجې یې بندشونه هم ساز کړي دي. د اسرائیل پولیس وایي، هغوی دې ته ژمن دي چې یهودیانو او مسلمانانو، دواړو ته د عبادت آزادي برابره کړي.

په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خورې شوي چې په دې وروستو ورځو کې په اقصی جومات کې اسرائیلي ځواکونه د فلسطینیانو سره د تشدد په حال کې ښيي، مګر د اسرائیل پولیس دعوه لري چې فلسطینیان په سوشل مېډیا باندې غلط معلومات خوروي او دې سره کشیدګۍ سېوا کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG