لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی اېم اېف د سپارښتنې خلاف، پاکستان وایي چې د تېلو او بجلۍ په برخه کې به رعایتونه جاري ساتي


رائټرز - پاکستان ویلي دي چې د صارفینو دپاره د تیلو او بجلۍ د بیعو ثابت ساتلو دپاره به رعایتونه یا سبسېډۍ جاري وساتي. په داسې وخت کې چې پاکستان کوشش کوي د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) نه اضافي قرضې ترلاسه کړي، د تېلو او بجلۍ په مد کې د رعایتونو ساتل یې د آی اېم اېف د سپارښتونو خلاف شمېرل کیږي.

آی اېم اېف تېره هفته د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان د تیلو او بجلۍ په برخو کې د ورکړل شویو رعایتونو اودرولو ته راضي شوی دی او په مئې میاشت کې به د آی اېم اېف یو ټیم، پاکستان ته د شپږ بلینه ډالره پور ورکولو په اړه د حالاتو بیا ارزونې په خاطر د پاکستان دوره هم وکړي.

مګر د پاکستان د خزانې وزارت د یو بیان ترمخه، وزیراعظم شهباز شریف د پټرولیم پیداوارو د بېعې لوړولو په باب یوه سپارښتنه رد کړله او ویې ویل چې "نه غواړي په صارفینو بوج اضافه کړي".

پاکستان کې د بجلۍ او تېلو بیعې هر دوه هفتې اروزول کیږي او په پام کې ده چې د اپرېل میاشت نه تر جون میاشتې پورې د تېلو او بجلۍ په څانګو کې څه دپاسه دوه بلینه ډالره رعایتونه ورکړی شي. دا رعایتونه د مخکېني وزیراعظم عمران خان له خوا، د هغه د واک اختیار په وروستو ورځو کې اعلان شوي او تر اوسه پر ځای پاته دي.

پاکستان کې د ګرانۍ/اېنفلېشن شرحه د لس فیصدو نه اووښتې ده او په دې کې د تېلو او بجلۍ بیعې هغه دوه څېزونه دي چې د عامو خلکو لخوا په حکومت باندې د فشار سبب جوړېدلی شي.

د آی اېم اېف وفد به په دا نوې مئې میاشتې کې پاکستان ته ولاړ شي چې پاکستان ته د اضافي قرضې ورکولو په موضوع کې د ملک د مالي حالاتو د اوومې ارزونې پوره کېدو ته په تګلارو باندې خبرې وکړي.

که چېرته د آی اېم اېف له اړخه ارزونه کامیابه وختله، په هغه صورت کې به پاکستان څه باندې نهه سوه (۹۰۰) میلینه ډالره ترلاسه کړي او دې سره به نورو خارجي قرضو ته هم لاره هواره شي.

پاکستان په اوس حالاتو کې بهرنیو قرضو ته سخت زیات ضرورت لري، ځکه د ملک کرنټ اکاونټ خساره سېوا شوې او د بهرنۍ زرمبادلې ذخیره یې هم لس نیم (۱۰،۵) بلینه ډالرو ته راټیټه شوې ده چې د پاکستان د درامداتو د دوه میاشتو پېسو نه هم کمه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG