لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوراکي مواد په ټوله نړۍ کې ګران شوي، وجوهات یې څه دي؟


واشنګټن - د خوراکي موادو بیعې په ټوله نړۍ کې په بیساري توګه سږکال لوړې شوي، او دا په داسې حال کې ده چې د روس-اوکراین جګړې له کبله د دغو دوو ملکونو نه د غنمو او مصنوعي سرې برامدات راکم شوي، او د بل طرف نه خشکسالۍ، سیلابونه، او د موسمي بدلون د وجې د تودوخي زیاتېدو هم حاصلاتو کې کمی راوستی دی.

د غنمو بیعه په تېر مارچ میاشت کې دې حد ته لوړه شوه چې په تېرو څوارلسو (۱۴) کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، او د اوربشو په بیعه کې هم دومره اضافه راغله چې تر اوسه هېڅکله نه وه لیدلی شوې. دا معلومات د پایدار خوراک د نظامونو په اړه د نړېوالو ماهرینو پېنل (IPES) پخپل رپوټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ورکړي دي.

د مخ ته راغلو حالاتو له کبله، په ډېرو ملکونو، خصوصآ په غریبو ملکونو کې کورنیو دپاره د بنیادي موادو بیعې نورې هم ګرانې شوي – او یا ځینو ځایونو کې یې پیدا کول هم سخت شوي دي.

موسمي بدلون، پراخه کچه غریبي او جنګونه ټول په مشترک ډول د دې سبب شوي چې د عالمي خوراک حفاظت په پراخه کچه د خطرې سره مخ شي، او ماهرین زیاتوي چې که د خطرو د مخنیوي دپاره کوم ګام وانخېستل شي، نو په خوراکي موادو کې ګراني به نړۍ کې یو نوی معمول وګرځي.

د خوراکي موادو د حفاظت نړېوال ماهرین وړاندیز کوي چې د ګرانۍ د قابو کولو دپاره، په کار ده چې یو خو د موسمي بدلون سره مقابلې دپاره دې د زهرجنو ګېسونو منتشر کول کم کړی شي، بل دا چې د موادو د ذخیره اندوزۍ/احتکار مخه دې ونیولی شي، په قرضو کې دې رعایت ورکړی شي، د مصنوعي سرې کارول دې کم شي او بدیله لاره دې وموندل شي، د تجارت په نظام دې نظرثاني وشي، او په قامي کچه د غله دانې ذخیرې دې پیاوړې کړی شي.

د IPES ماهرین زیاتوي چې که دا موجودې مسئلې نظراندازه کړی شي، نړۍ به داسې حال ته ورسیږي چې لکه "په بېخودۍ کې چې د خوراک د تباه کنو او سیسټماټیکو بحرانونو آیندې ته ګام اخلي."

د خوراکي موادو بیعې اوس ولې ډېرې ګرانې دي؟

د ټولې نړۍ د غنمو د برامداتو شاوخوا دېرش فیصده (٪۳۰) د روس او اوکراین نه راځي، خو دا فیصدي اوس د جنګ له کبله راغورځېدلې ده.

امریکا کې د موسم او امن د مرکز ماهره برېجېټ هیو وایي، د غنمو قامي ذخیرې – چې اکثره پخپله د غنمو په کروندګرو هېوادونو کې خوړل کیږي – په نسبي توګه ډېرې پاته دي.

د نړۍ د غنمو قریب ٪۳۰ برامدات د روس او اوکراین نه راځي
د نړۍ د غنمو قریب ٪۳۰ برامدات د روس او اوکراین نه راځي

خو دا چې د روس او اوکراین نه د غنمو برامدات کم شوي دي، په دې وجه نړېوال بازار کې د نورو پاته غنمو په سر مقابله تېزه شوې چې نتیجه کې یې بیعې په بره ختلي او په خاص ډول غریبو او قرضو کې ډوبو ملکونو ته چې خپل د ضرورت غنم د بهره اخلي، اخېستل یې ډېر زیات ګران شوي دي.

د افریقې قریب ٪۴۰ د ضرورت غنم، د اوکراین او روس نه راځي. نړېوال بازار کې د غنمو په سر د تېزې مقابلې په وجه، د آی پي اي اېس په وینا، لبنان کې د وچې ډوډۍ بیعه اویا فیصده ٪۷۰ لوړه شوې ده.

مګر د روس او اوکراین نه د غنمو په برامداتو کې کموالی، چې اثر یې د اوربشو، وریجو، او نورو غلو دانو باندې هم راغلی، د بېعو د زیاتېدو یوازېنۍ وجه نده.

د اوو طاقتوره اقتصادونو ډلې (جي-۷) د زراعت وزیرانو شکایت کړی چې د جګړې له امله وسوسه شوي مالي ذخیره اندوزانو د غله دانې متعلق د ونډو اخیستل پیل کړي او غواړي د بازار د غیریقیني حالاتو نه ګټه اوچته کړي، چې دې کار هم په مصنوعي ډول ګرانۍ ته زور ورکړی دی.

د کېنېډا د واټرلو پوهنتون کې د خوراکي موادو د حفاظت پروفېسره جینیفر کلاپ وايي، په ۲۰۰۸-۲۰۰۷ او ۲۰۱۲-۲۰۱۱ کلونو کې چې د خوراکي موادو د بیعو بحرانونه راغلي و، د هغه نه پس هم د نړۍ ریاستونه په دې کې ناکام شوي چې د پراخې ذخیره اندوزۍ مخه ونیسي او بازار کې د خوراکي ذخیرو شفافیت یقیني کړي.

آیا د نړېوال ضرورت پوره کولو دپاره زراعت کې اضافه راتلی شي؟

ځیني هغه ملکونه چې غنم کري، هغو دمخه لا پخپل زراعت کې اضافه راوستې ده، د مثال په توګه هندوستان ویلي چې خپل د غنمو برامدات به سېوا کوي. مګر لندن کې مېشت د انرجۍ او موسمي اطلاعاتو یونټ خبرداری ورکړی چې د ګرمې هوا څپې کولی شي د دې کار مخه ونیسي.

بل اړخ ته په نړېواله کچه د مصنوعي سرې پیداوار هم کم شوی چې له دې سببه هم زراعت کې اضافه مشکله شوې ده. تېر کال د ټولې نړۍ څلوېښت فیصده ٪۴۰ پټاس د روس او بېلاروس ملکونو نه واخېستل شول، چې دا تجارت اوس د اوکراین جګړې له امله ځپل شوی دی.

نړېوال مارکېټ کې مصنوعي سره کمه شوې ده
نړېوال مارکېټ کې مصنوعي سره کمه شوې ده

همدا راز د موسمي بدلون اثر هم ډېر دی. د خشکسالیو نه یې راواخله بیا د تودوخي د څپو، سیلابونو، او نویو قدرتي آفاتو پورې، د نړۍ ډېرو برخو کې کروندګرو ته دا مشکله کړې چې خپل پیداوار یقیني کړي. او دا مشکلات نور هم ډېرېدلی شي.

څه شی د خوراکي موادو د بیعې راټيټېدو سره مرسته کولی شي؟

د فرانس د یو څېړنیز مرکز غړی پییر-ماري وایي، دا چې د نړۍ د غله دانې زیاتره برخه څارویو ته ورکول کیږي، نو خلک دې ته راضي کول چې د غوښې او د شېدو د محصولاتو مصرف خپل کم کړي، دا کار کولی شي چې د غلې دانې پیداوار په تېزۍ سره زیات کړي.

د خوراکي موادو ماهرین زیاتوي، هغه ملکونه چې د خرڅلاو دپاره خپله نور شیان کري او غنم و غلې دانې د بهر نه اخلي، که هغوی پخپله غله دانه او غنم وکري، دا به ورسره د خوراک په برابرولو کې ډېره مرسته وکړي.

همدا رنګه ماهرین وایي چې که تجارتي تګلارې بدلې شي، دا به هم غریبو ملکونو ته د خوراکي مواد اخیستل آسانه کړي، او یو مثال یې د افریقې د آزاد تجارت پالیسي ده.

د غریبو ملکونو په قرضو کې رعایت ورکول هم دغو ملکونو ته موقع ورکولی شي چې د خوراکي توکو د بیعو سره څه ناڅه مقابله وکړي.

که بیعې همداسې په بره لاړې شي، څه به وشي؟

په داسې حال کې چې په نړېوالو مارکېټونو کې د خوراکي موادو بیعې په بره روانې دي، د بشري امدادکوونکو تنظیمونو دپاره، د افغانستان، یمن، جنوبي سوډان او شام په شان د جنګ ځپلو هېوادونو وږیو خلکو ته د غله دانې اخیستل مشکل شوي دي.

امدادي ادارو ته هم ګرانه شوې چې غریبو خلکو ته د غنمو او خوراک مرسته وکړي
امدادي ادارو ته هم ګرانه شوې چې غریبو خلکو ته د غنمو او خوراک مرسته وکړي

د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام (ډبلیو اېف پي) د موسمي او تباه کنو خطرو سره د مقابلې د برخې مشر ګېرنوټ لاګانډه وایي، د روس-اوکراین د جنګ نه وړاندې هم، د خلکو ضرورت کې د اضافه راتلو او د بجټ د نشتون له امله، د نړېوال امداد نظام له چلېنجونو سره مخامخ و، او اوس چې ګراني سېوا شوې ده، نو غریبانو سره به مرسته کول نور هم ورته مشکله شي.

ګېرنوټ لاګانډه د ټامسن رائټرز فاونډېشن ته وویل چې حالات هېڅکله هم دومره نه و بد شوي. هغه فکرمندي څرګنده کړه چې د موسمي بدلون په تېزېدو سره به د ګرانۍ زیاتېدل د قابو کولو نه وي. هغه زیاتوي چې د ګرانۍ په زیاتېدو به سیاسي ناقرارۍ هم زیاتې شي چې د حکومتونو پیسې به ورباندې مصرفې شي او دا به د موسمي بدلون د مخنیوي دپاره کوششونه هم له خنډونو سره مخ کړي چې په نتیجه کې یې اثرات نور هم خرابېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG