لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د ایچ آر ډبلیو رپوټ ته په جواب کې ویلي په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي


واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې هغه دعوې "ناسمې او بې بنیاده" بللې دي چې ګواکې دوی په افغانستان کې "بې ګناه خلک وژلي" او یا یې د عامو خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې- زیارت په شپه ناوخته د بشري حقونو د څار سازمان په جواب کې یو تفصیلي بیان خپور کړ، چې پکې یې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له تنظیمونو غوښتي:

"د اسلامي امارت په ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کېنږدې او په افغانستان کې شته حقایق ومني".

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې او د افغانستان د څانګې مخکینۍ څېړونکې هیدر بار د جون پر نهمه په یو مضمون کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر سختو او دوامداره سرغړونو اندېښنه ښوولې او له نړیوالې ټولنې یې پر طالبانو د زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

مېرمن هیدر بار پخپل مضمون کې ویلي اوس د دې وخت را رسېدلی چې د نړۍ هیوادونه د طالبانو غیر قانوني اقداماتو ته په یوه خوله جواب ووايي او په همږغۍ سره طالبانو ته دا وښيي چې نړۍ چمتو ده په ښه توګه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو دفاع وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل بیان کې دعوه کړې او وایي د تېرو شلو کلونو په نسبت اوس مهال په افغانستان کې بشري حقونه ډېر خوندي دي او څوک له چا سره ظلم او زیاتی نه شي کولای:

"هیڅ داسې مورد [مثال] نه شته چې ثابته کړي، د استخباراتو ځواکونو دې له قضاء او محکمې پرته څوک وژلي یا اعدام کړي وي او یادې د امربالمعروف وزارت کارکوونکو څوک وهلي او ټکولي وي".

په تېرو څو میاشتو کې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو، امریکې، یورپي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان پرله پسې په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو پر نه پرانیستلو اندیښنې څرګندې کړي دي.

د ایچ آر ډبلیو چارواکې هېدر بار په خپل مضمون کې ویلي وو، پر طالبانو د فشار زیاتولو یوه لاره دا ده چې د ملګرو ملتونو هغه سفري بندیز پسې وغزول شي چې په 1999م کال کې د ترهګرۍ په هلو ځلو کې د ککړتیا پر سر پر طالبانو لګول شوی وو.

ذبیح الله مجاهد وایي‌ د دوی حکومت ډېر کسان د خلکو د وژنو او تښتونو په ت ور نیولي دي او وایي له هغوی ټولو سره "د اسلامي اصولو او بشري قوانینو په رڼا کې چلند کيږي". مجاهد دا نه دي ویلي چې دغه نیول شوي کسان څوک دي او د چا د وژنو او تښتونو په تور نیول شوي دي:

"د استخباراتو او امربالمعروف ارګانونو په ګډون د اسلامي امارت ټولې اړونده ادارې له مجرمینو سره د اسلام د مقدس دین د اصولو په رڼا کې چلند کوي او د خپل مشرتابه د اوامرو د منلو له امله يې هیچا ته له محکمې پرته سزا نه ده ورکړې".

هېدر بار پخپل مضنون کې ویلي د طالبانو د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق په شان کسانو ته خصوصي توجه پکار ده چې ځواکونو یې د قانون نه بالا وژنې کړي او خبریالان یې وهلي او بندیوان کړي دي.

د طالبانو ویاند وایي د دوی استخباراتو خبریالان نه دي وژلي، یواځې یې له صحافتي اصولو څخه د "سرغړونو" په صورت کې ور بللي او "توصیه" یې ورته کړې ده، خو په وروستیو کې د خبریالانو داسې وېډیوګانې خپرې شوې دي چې لیدل کېږي د طالبانو له وهلو یې پر بدن تغمې جوړې دي. مجاهد وایي:

"دا په ټوله نړۍ کې معموله ده چې څوک د نظام پر وړاندې تخریب وکړي یا خلک د نظام په ضد وهڅوي باید پوښتنه ترې وشي. نو ځکه د پورته مواردو په اړه د بشر د حقوقو په نامه د څار سازمان بې سنده ادعاوې هيڅ حقیقت نه لري".

د بشري حقونو د څار سازمان دا رپوټ په داسې وخت خپور شوی چې پرون په کابل کې یو شمېر هغو ښځو احتجاج کړی چې وایي په ملکي دفترونو کې یې کارونه کول خو اوس طالبان اجازه نه ورکوي چې کارونو ته لاړې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG