لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو نوي کتاب کې د ټایوان په سر د چین او امریکې د جنګ امکانات ارزول شوي


ټایوان یوه جزیره ده او د چین نه یوې آبنا جدا کړې ده
ټایوان یوه جزیره ده او د چین نه یوې آبنا جدا کړې ده

واشنګټن - په واشنګټن کې د پالیسۍ د برخې یوه مشهوره څېړنیزه اداره وایي، په ټایوان باندې د چین د حملې په صورت کې، د غلط ډول ممکنه جنګ دپاره آمادګي نیسي.

امریکن انټرپرایز انسټیټیوټ په یو نوي چاپ شوي کتاب کې چې نوم یې دی "د ټایوان دفاع کول" ویلي چې په ټایوان باندې د چین د پوځي حملې په صورت کې، واشنګټن په غلطه د یو لنډ او مقامي جنګ پېشبیني کوي. مګر د امریکن انټرپرایز انسټیټوټ څېړنکاران وایي، د پنټاګان منصوبه بندي باید د "یو اوږد مهالې جګړې" په اړه وي.

د یاد انسټیټوټ څېړونکي هال برانډ او مایکل بېکلي اندازه لګوي چې په مغربي بحر الکاهل کې به د امریکا او چین ترمنځ شخړه ژر ختمه نشي. هغو پخپل کتاب کې لیکلي: "په داسې سېناریو کې چې تر ټولو زیاته د اندېښنې وړ وي، بجېنګ به په ناڅاپي ډول د میزائیلو حمله شروع کړي چې په کې به یوازې د ټایوان دفاعي ځواک، بلکې د امریکا سمندري او فضایي ځواکونه هم وځپي کوم چې په مغربي بحرالکاهل کې په یو څو غټو پوځي اډو کې موجود دي."

د کلونو راهېسي، د امریکا پالیسي دا پاته شوې چې د ټایوان په آبنا کې په اغېزمنه توګه د یوې پوځي مقابلې مخه ونیسي، او په عین وخت کې د چین د یوې ممکنه حملې دپاره هم آمادګي ولري.

د امریکا د حکومت جګپوړو چارواکو هم د چین له اړخه د ټایوان په باب "ورځ تر بلې تېزېدونکې اشتعال انګیزې لهجې او فعالیتونو" باندې ژوره فکرمندي څرګنده کړې ده.

پخوا هم د امریکا سېوېلین مشرانو د هېواد پوځ ته هدایات ورکړي و چې د ټایوان د دفاع دپاره قابل عمل منصوبې جوړې کړي. دا خبره د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د وخت داخلي دستاوېزاتو نه معلومیږي.

د امریکا پوځي جهازونه د ټایوان په آبنا کې
د امریکا پوځي جهازونه د ټایوان په آبنا کې

په دې وروستیو کې، د صدر جو بایډن د حکومت جګپوړو چارواکو په کراتو خبرداری ورکړی چې بجېنګ دې د زور په استعمالولو سره د اوسني نظم د بدلولو هڅه نه کوي.

د یوې نظرپوښتنې نتیجه څرګندوي چې اکثریت امریکاییان اوس په دې باور دي چې که چېرته چین په ټایوان باندې حمله وکړي، نو امریکا دې د ټایوان دفاع وکړي.

د امریکن انټرپرایز انسټیټوټ څېړونکي هال برانډز د ګل/دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په دې اړه وویل: "۵۳ فیصده ممکن زیات ونه ښکاري، مګر دا د هغو امریکاییانو د فیصدي نه زیاته ده کوم چې د جنګ سرد د دوران په مختلفو موقعو کې یې د شوروي اتحاد په ضد د جرمني د دفاع طرفداري کوله. نو دا غټه فیصدي ګڼل کېدلی شي."

ښاغلي برانډز دا فیصدي هغه رپوټ نه اخېستې کوم چې د نړېوالو په چارو کې د شیکاګو کونسل څېړنیزې ادارې د تېر کال اګسټ میاشتې کې خپور کړی و.

برانډز، چې پخپله یې د امریکا د خارجه وزارت د پالیسۍ بورډ یو غړی دی، وویل: "د اتحادیانو په هکله، دا ډېره متآثر کوونکې خبره ده. مقصد مې دا دی چې هم جاپانیانو او هم اسټرېلیاییانو په ډېر وضاحت سره ویلي چې د ټایوان په سر د چین او امریکا ترمنځ کومې جګړې کې بېطرفه نشي پاته کېدلی. جاپانیانو ویلي چې د جغرافیې په نظر کې نیولو سره، د داسې جګړه به هغو ته وجودي مسئله وي."

د یو اوږد مهاله جنګ دپاره د آمادګۍ ترڅنګ، د دې دپاره چې د بدترین حالاتو مخه ونیول شي، برانډز او بېکلي د پالیسي په برخه کې څو سپارښتنې وړاندې کړي دي.

هغو سپارښتنه کړې چې امریکا او ټایوان دې د اهمو وسلو ذخیرې خپلې زیاتې راغونډې کړي چې په دې برخه کې د چین نه ځغل کې مخې ته شي او که بجینګ پوهه شي چې که جګړه اوږده شي نو وسلې به یې کمې شي، په هغه صورت کې چین به د جنګ د پیل کولو نه ډډه وکړي.

دې سربېره، واشنګټن د آمادګي اخېستلو د طریق نه دا قوت هم ښکاره کولی شي چې د نقصان منلو، انتقام اخېستلو، او حالاتو کې د اضافه تناو د مخنیوي صلاحیتونه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG