لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چینايي بېنکونو نه په قرض اخستو سره د پاکستاني روپۍ قدر ښه شوی


واشنګټن - د پاکستان حکومت لخوا د چین بېنکونو نه د ۲.۳ اربه ډالر قرض لوظنامې اعلانولو وروسته، د روپۍ په قدر کې زیاتوالی راغلی او په تېرو دوه ورځو کې د پاکستاني کرنسۍ په مقابله کې یو امریکايي ډالر ۵ روپۍ کم شوی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د زیارت/پنجشنبې په ورځ مېډیا سره د خبرو په وخت وویل، د حکومت لخوا د پېټرولیم مصنوعاتو په سر ورکړل شویو حکومتي مراعاتو یا سبسېډیز بېرته اخستو له کبله ملک د دیوالیه کېدو نه بچ کړی شوی.

یو خبري کانفرنس ته د وېنا په وخت د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وېلي حکومت ته د زیاتېدونکې ګرانۍ احساس دی خو دا چې د دوی سره د ملکي اقتصاد بچ کولو لپاره د حکومتي‌ مراعاتو بېرته اخستو نه سېوا بله کومه لاره نه وه. نوموړي زیاته کړې دا ځل به حکومت په مالداره خلکو نور ټېکسونه لګوي.

د پاکستان د بهرنیو کرنسو بدلولو تنظیم یا فارېکس اېسوسي اېشن مشر ملک بوستان وي او ای ډیوه ته وېلي پاکستان لپاره د آی اېم اېف سره د قرض اخستو په سر تړون ډېر اهم دی او زیاته کړې یې ده چې د آی اېم آېف سره د یو ملک څه قسم تړون سره د نورو هیوادونو او مالیاتي ادارو هم په هغه هیواد باور پېدا شي.

نوموړي‌ وېلي د چین بېنکونو هم آی اېم اېف سره د تړون سر ته رسېدو د خبرونو وروسته پاکستان ته د قرض ورکولو اعلان کړی دی.

ملک بوستان وېلي د تحریک انصاف پخواني حکومت په ملک کې د خپلو ووټونو د زیاتولو لپاره د آی اېم اېف لخوا پټرولیم مصنوعاتو او بجلۍ نرخونو زیاتولو خبره نه وه منلې او زیاته کړې اوسني حکومت ته هم پکار وو چې د اولنۍ ورځ نه یې په ملک کې د پېټرولیم او بجلۍ په سر ورکړل شوو مراعاتو ختمولو په اړه د آی اېم اېف شرطونه منلي وای چې د ملک اقتصادي حالات دومره خراب شوي نه وو.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وېلي د کال په سر د ۱۵ کروړو نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې به یو (۱) فیصد، د ۲۰ کروړ نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې دوه (۲) فیصد او د ۲۵ کروړ نه زیات آمدن پېدا کوونکو باندې به درې (۳) فیصد ټیکس زیات لګول کیږي.

نوموړي وېلي حکومت به نور ټیکسونه هم لګوي خو ددې تفصیل به ورستو ورکوي.

د خزانې وزیر د تحریک انصاف پخواني حکومت د پاکستان خراب اقتصادي حالاتو لپاره ذمه وار ګرځولی او زیاته کړې چې د تحریک انصاف غلط معاشې تګلارې او د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف سره د قرض په سر کړي تړون نه په شا کېدو له وجې ملک د اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی.

مفتاح اسماعیل وېلي د عمران خان څلور کاله حکومت کښې د پاکستان بهرنیو قرضو کې ۸۰ فیصد زیاتوالی راغلی.‌

اسلام اباد کې یو په اقتصاد په پوهه خبریال مهتاب حېدر ډیوه ته وایې د آي اېم اېف سره معاهده پاکستان د پاره په اوسني حالاتو کښې ډیره ضروري ده.‌

نوموړي وېلي د چین ترڅنګ سعودي عرب هم په دې نظر ساتي چې کله به آي اېم اېف پاکستان ته د شپږ (۶) ارب ډالره تړون لاندې خواو شا یو (۱) ارب ډالره قرض ورکوي او زیاته کړې دوي طمع لري چې د آي اېم اېف لخوا پاکستان ته قرض پېسو ورکولو اعلان سره به سعودي‌ عرب هم پاکستان ته نورې قرض پېسې ور کړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG