لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سري لنکا: د مظاهرو منتظمین اوس د نګران صدر په ضد د مظاهرو په دوام غور کوي


واشنګټن - په سري لنکا کې د اتوار/یکشنبې په ورځ (د جولائي ۱۷مه)، د عوامي احتجاجونو سل ورځې پوره شوې او په دې ترڅ کې د ملک صدر فراري او مستعفي شو، او اوس چې سري لنکا کې اقتصادي بحران لا دوام لري، په دې غور روان دی چې څوک د هېواد مشر وټاکل شي.

تېره هفته چې کله قهرجن مظاهره کوونکي د صدر ګوتابایه راجاپکسه په اېوان ورغلل، تر هغه لږ وخت مخکې راجاپکسه تښتېدلی و او د زیارت/پنجشنبې په ورځ چې سېنګاپور ته ورسېد، د خپلې عهدې یې استعفا ورکړه.

د سري لنکا د ناوړه اقتصادي بحران قصور، د صدر راجاپکسه په غلطې رهبرۍ اچول کیږي. د دې بحران د لاسه په سري لنکا کې دوه ویشت (۲۲) میلینه کسان د تېرکال د وروستیو میاشتو راهیسي، د خوراکي موادو، تیلو، او دوایانو د کمښت سره مخ دي.

د صدر په وړاندې د سري لنکا د خلکو ستر احتجاج چې نتیجه یې د راجاپکسه شړل کېدل و، په سوشل مېډیا – لکه فېسبوک، ټوېټر، او ټیک ټاک – باندې د مظاهرو د انتظام کمپېن وچلېد او اثر یې دا و چې په سري لنکا کې مختلفه قسم خلک چې نسلي تقسیم یې تر منځ زیات و، د هېواد د هرې څنډې سره یولاس شول.

په دې احتجاج کې د اقتصادي مشکلاتو په سبب پرېشانه د تامیل او مسلمان اقلیتونه د سېنهالي اکثریت سره یو ځای شول او د راجاپکسه خاندان یې وشړلو. د راجاپکسه کورنۍ، وړاندې تر دې د سري لنکا یوه طاقتوره کورنۍ ګڼل کېده.

احتجاجونه په اوله کې د اپرېل په نهمه نېټه د دوه ورځېنۍ مظاهرې په شکل راڅرګند شول کوم کې چې لسګونه زره کسانو د راجاپکسه د دفتر مخې ته پرلت ووهلو. په دې پرلت کې د شاملو کسانو شمېره دومره زیاته وه چې منتظمینو یې طمعه نه درلوده، خو کله چې د خلکو شمېر زیات شو، نو فیصله وشوه چې پرلت دوام وکړي.

د راجاپکسه د استعفا نه پس، د سري لنکا د آئین ترمخه وزیراعظم رانیل وېکرم سېنګهه سمدستي د نګران صدر په توګه وپېژندل شو. اوس ټاکل شوې ده چې د سري لنکا په پارلېمان کې صدارتي ټاکنې وشي او د راجاپکسه د ځایناستۍ دپاره، رانیل وېکرم سېنګهه د نورو کاندیدانو نه پېشقدمه ښکاري.

خو وېکرم سېنګهه چې یو پخوانی سیاستمدار دی، مظاهره چیان یې د راجاپکسه کورنۍ د یو اتحادي په حیث ښه نه ګڼي.

د سوشل مېډیا یو فعال او د مظاهرو د کمپېن یو ملاتړی پرساد ولیکومبورا وایي چې وېکرم سېنګهه ته هم په کار ده چې د واک اختیار نه لېرې شي. ولیکومبورا په ټویټر لیکلي دي: "د احتجاجونو د پیل نه دا دی سل ورځې تېریږي، مګر په نظام کې یو مستحکمه بدلون نه لا لېرې پاته یو." د دې ټويټ سره یې جوخت دوه هېشټګونه هم لیکلي چې معنا یې ده: "رانیله کورته ځه، ته زما صدر نه یې."

د شورو په ورځ به پارلېمان کې د صدر انتخابي عمل کیږي او دې ته عسکرو سخت امنیتي اقدامات کړي دي
د شورو په ورځ به پارلېمان کې د صدر انتخابي عمل کیږي او دې ته عسکرو سخت امنیتي اقدامات کړي دي

د گوتابایه راجاپکسه مشر ورور، مهېندا راجاپکسه په مئې میاشت کې د خپلې عهدې نه مستعفي شو او د خپل ځایناستی یې وېکرم سېنګهه وټاکه. وېکرم سېنګهه د حزب اختلاف یو پارلېماني ممبر دی او ګوند یې په پارلېمان کې صرف یوه چوکۍ لري.

د مهېندا لېرې کېدل او په ځای یې د وېکرم سېنګهه راتلل، د مظاهره چیانو قهر و غوسه کمه نکړه او کله چې هغوی په صدارتي اېوان ورغلل، نو د وېکرم سېنګهه شخصي کور ته یې هم اور واچاوه.

اوس چې د شورو/چهارشنبې په ورځ پارلېمان کې د صدر انتخاب کیږي، نو د پارلېمان په ۲۲۵ چوکیو کې، د سلو نه زیاتې یې د راجاپکسه د ګوند (اېس اېل پي پي) دي چې د وېکرم سېنګهه په طرفدارۍ به ووټ ورکوي.

د مظاهره چیانو یو ویاند د اې اېف پي خبري ادارې ته وویل: "مونږ اوس په احتجاج کې شاملو ډلو سره په دې خبرې کوو چې د مظاهرو دا کمپېن د رانیل وېکرم سېنګهه په ضد راتاو کړو."

د صدر راجاپکسه د استعفا وروسته، د پرلت په ځای کې د احتجاج کوونکو شمېرې راکمې شوي دي، او مظاهره چیانو درې اهمې ریاستي ودانې چې ورننوتي و، د هغه ځایه هم بېرته وتلي دي. دا ودانې یوه صدارتي ماڼۍ ده چې دوه سوه کاله مخکې جوړه شوې، بله یې د وزیراعظم د اوسېدو کور، او درېیمه یې هم د وزیراعظم دفتر دی.

نګران صدر وېکرم سېنګهه پوځ او پولیس ته امر کړی چې هرڅنګه کیږي، نظم او دفاعي چارې دې یقیني کړي. چارواکي وایي چې د ګل/دوشنبې په ورځ به لا زیات عسکر او پولیس پایتخت کولمبو ته ورشي چې هلته د ووټ ترمخه، د پارلېمان شاوخوا سیمو امنیت ټینګ کړي.

XS
SM
MD
LG