لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بحیره روم کې د غیرقانوني مهاجرو پنځه مړي پیدا شوي او د ۱۱۰۰ نه ډېر ژوندي ژغورل شوي دي


د سي واچ په نوم د جرمني د یو مرستندویه تنظیم جهاز چې وایي ۴۴۴ تنه یې په بحیره روم کې ژغورلي دي
د سي واچ په نوم د جرمني د یو مرستندویه تنظیم جهاز چې وایي ۴۴۴ تنه یې په بحیره روم کې ژغورلي دي

واشنګټن - د افریقې نه یورپ ته تلونکو غیرقانوني مهاجرو د ژغورلو په لړ کې، په څو بېلابېلو پېښو کې د ۱۱۰۰ نه زیات کسان د ډوبېدو نه ژغورل شوي دي.

د اېټلي جهازونو په بحیره روم کې د کب نیولو یوه کښتۍ پیدا کړې چې سلګونه تنه پکې ناست و او د لېبیا د ساحل نه لېرې د اوبو په منځ کې سرګردانه پاته و. د اېټلي ساحلي ساتونکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په دې پېښه کې یې پنځه تنه مړي پیدا کړي، او ۶۷۴ تنه یې ژوندي ژغورلي دي. د یورپ خیراتي ادارو بیا رپوټ ورکړی چې څه باندې پنځه سوه تنه نور هم د بحیره روم نه ژغورلی شوي دي.

د ایټلې جهازونو د ژغورنې دا عملیات د خالي/شنبې په ورځ په بحیره روم کې د کالېبریا ساحل نه ۱۹۰ کلومټره لېرې ترسره کړل او وایي چې ځیني کسان یې په داسې حال کې د اوبو نه راایستلي چې د ډوبېدو په حال کې و. په دې عملیاتو کې د اېټلي د سمندري قواوو یوه تجارتي بېړۍ، د ساحلي ګارډونو (ساتونکو) د ګشت وهلو درې وړې کښتۍ، او د پولیسو یوه وړه کښتۍ شامله وه. ټول ژغورل شوي کسان د اېټلي کالېبریا او سېسلي سیمو ته منتقل شوي دي.

تر اوسه ندي معلوم چې د پنځو تنو د مرګ سبب څه و.

د اېټلي ساحلي ګارډ وایي چې ډېر غریب او بې وزله کسان د غریبۍ او یا هم د ظلم د لاسه خپل ملکونه پرېږدي او د ښه ژوندانه په امید یورپ ته روانیږي، او په دې غیرقانوني لارو کې د خطرو سره مخ کیږي او په وروستیو ورځو کې د اېټلي سمندري قواوو د بحیره روم په مرکزي برخو کې د ګشت وهلو په مهال څو څو ځله دغسې غیرقانوني مهاجرین د اوبو نه ژغورلي دي.

د اېټلي ساحلي ګارډ دا هم ویلي چې په دې پېښو کې یو ځل د یوې ښځې د فوري علاج دپاره چې په ډېر بد حالت کې د دغسې غیرقانوني مهاجرو په کښتۍ کې وه، هلېکاپټره هم راوغوښتل شوه چې هغه طبي مرکز ته ولېږدوي.

په یوه بله جلا پېښه کې، د سي-واچ په نوم د جرمني یو خیراتي تنظیم ویلي چې هغو هم ۴۴۴ تنه کډوال چې کوشش یې کاوه د سمګلرانو په وړو او کمزوره کښتیو کې د بحیره روم نه یورپ ته ورسیږي، د اوبو له منځه ژغورلي دي.

د دغه جرمني تنظیم درې کښتیو په څه باندې یو شواروز کې د ژغورنې پنځه عملیات ترسره کړي دي. دا تنظیم اوس د ساحلي چارواکو نه مطالبه کوي چې د مهاجرو د کښته کېدو اجازت ورکړي، ځکه په کښتیو کې ځای ډېر کم دی.

د یو بل خبر ترمخه، د اېس او اېس-مېډيتراني په نوم یو یورپي خیراتي تنظیم هم ویلي چې د هغو جهاز، د لیبیا د ساحل نه لېرې په بحیره روم کې ۸۷ تنه چې په کې ۵۷ بې سرپرسته ماشومان هم شامل و، د خطرناکو وړو رابړي کښتیو نه ژغورلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG