لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي د خراساني د مرګ په سر، پاکستان ته په سخته لهجه غبرګون وښود


واشنګټن - د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د خپل اهم کمانډر عمر خالد خراساني د وژل کېدو په تړاو، نن د نهې/سې شنبې په ورځ [د اګسټ ۹مه] یو بیان جاري کړی او په تنده لهجه یې دا دعوه کړې چې د افغانستان په شان، د ډیورنډ کرښې نه هغې غاړې سیمو کې به هم "دښمنانو" ته ماتي ورکوي.

عبدالولي، عرف عمر خالد خراساني د ټي ټي پي یو اهم غړی ګڼل کېده چې د تېر اتوار/یکشنبې په ورځ له خپلو ملګرو سره په افغانستان کې دننه په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. د هغه د وژل کېدو نه دوه ورځې پس، ټي ټي پي یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې خراساني د اګسټ ۷مې نېټې په ماښام، "د دشمن د طرفه په یوې حملې کې" د خپلو ملګرو سره یو ځای وژلی شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې خبرې تصدیق هم کړی چې دوه ورځې وړاندې د عبدالرشید عرف مولوي عقابي په نوم یو کمانډر ووژلی شو.

ټي ټي پي پخپل تازه بیان کې بیا هم په جهاد ټینګار کړی او ویلي یې دي: "مونږ په یقین سره ویلای شو چې څرنګه د دې مبارکې قافلې مجاهدینو د فرضي کرښې ها پلو اسلام دښمنه قوتونو ته ماتې ورکړه، هماغسې به د فرضي کرښې بل اړخ ته غدار، غلام، او ډالر خور پوځ ته ماتې ورکوو."

"د امن مذاکراتو کې به په شا تګ راشي"

د پاکستاني طالبانو اهم کمانډران په داسې وخت کې په افغانستان کې وژل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان سره د امن مذاکراتو دپاره مبینه کوششونه جاري دي او په دې لړ کې څه موده مخکې د قامي استازو یوه جرګه هم کابل ته تللې وه.

په کابل کې چې د نوموړې جرګې استازو د ټي ټي پي له جګپوړو کسانو سره کتلي و، هلته کې عمر خالد خراساني هم موجود و او د مذاکراتي جرګې یو غړی سنېټر هلال الرحمن ورسره له نږدې ملاقات کړی و. د خراساني د وژل کېدو نه پس، سنېټر هلال الرحمن په ټوېټر باندې د خپل او خراساني یو شریک تصویر خپور کړی او اندازه یې لګولې ده چې ممکن د خراساني په وژل کېدو، د امن پروسه ټوله اودریږي.

سنېټر هلال الرحمن لیکلي دي: "هغه [عمر خالد خراساني] د امن یوې معاهدې ته ژمن و او غوښتل یې چې د قوي ضمانتونو په بدل کې خپل وطن ته راستون شي. خو د تېرې شپې [اتوار] پېښه به د امن ټوله پروسه بېرته شا ته بوزي."

د طالبانو د تازه بیان د جاري کېدو نه وړاندې، د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سېف ډيوه ته ويلي و چې په کار ندي د عمرخالد خراساني وژل کېدل په مذاکراتو کوم اثر پريږدي، ځکه "د جرګې دې سره نېغ په نېغه کوم تعلق نشته".

مګر اوس چې د پاکستاني طالبانو له اړخه د تندې لهجې ډک بیان مخې ته راغلی دی، دا نده معلومه چې آیا د امن مذاکرات به نور په مخ ولاړ شي او که نه؟

د جنرل فیض حمید تگ

د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د امن مذاکرات د آئی اېس آئي د پخواني مشر جنرل فیض حمید په پیشګامۍ پیل شول چې هغه وخت جنرل حمید د پېښور کورکمانډر و. د دې مذاکراتو د پېلولو دپاره هغه کابل ته هم سفر کړی و.

د پاکستان پوځ پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د جنرل فیض حمید تبدیلي اعلانه کړه او ویې ویل چې هغه د بهاولپور کورکمانډر ټاکل شوی دی. په یو بل بیان کې پوځ اعلان وکړ چې د پېښور نوی کورکمانډر به جنرل سردار حسن اظهر حیات وي.

څېړونکي وایي دا لا معلومه نده چې د پېښور په کورکمانډرۍ کې دا تبدیلات به د ټي ټي پي سره د امن په مذاکراتو او د ټي ټي پي په وړاندې د پوځ په تګلارې څه اثر وغورځوي او که نه.

یادونه: د دې رپوټ په برابرولو کې د سیمې نه د ډېوه خبریال ارشد مومند هم برخه اخېستې ده.
  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG