لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صومالیه: حکومت وایي څوک چې د الشباب تندلارې اسلامي ډلې پروپګېنډه خپره کړي، سزا به ورکړل شي


واشنګټن - د صومالیې حکومت د خالي/شنبې په ورځ د هغو رسنیو خلاف د اقداماتو اعلان وکړ کوم چې د حکومت په باور، د الشباب تندلارې اسلامي ډلې پروپګېنډه خپروي، او خبرداری ورکړ چې خلاف ورزانو ته به سزا ورکړل شي.

دا ګام په داسې وخت کې اخېستل کیږي چې د صومالیې وسله وال ځواکونه، چې ځایي ملېشې او نړېوال اتحادیان یې ملاتړ کوي، د القاعده سره تړلې الشباب ډلې په ضد په پوځي عملیاتو بوخت دي.

د صومالیې د اطلاعاتو نایب وزیر عبدالرحمن یوسف ویلي چې، «غواړم صومالیه کې مېډیا او ټولو خلکو ته په عمومي توګه خبر ورکړم چې مونږ د الشباب سره تعلق لرونکې د پروپګېنډه کورېج، په شمول د هغو د ترهګرو اعمالو او نظریاتي پرپګېنډاوو خپرولو ته به د سزا قابل جرمونو په سترګه ګورو.»

هغه چې په سرښار موګادېشو کې د خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته یې کړه: «د صومالیه حکومت د الشباب ډلې د ترهګره نظریاتو او وېروونکو اعمالو سره تعلق لرونکي هر رنګه کورېج (رپوټ ورکول) باندې پوره پابندي لګوي. د هغو د آواز او تصویر کليپونه، عکسونه، او پیغامونه خورېدلی نشي.»

یوسف دا هم وویل چې د صومالیه حکومت په سوشل مېډیا باندې د "ترهګرو اېکاونټونو" خلاف سایبري عملیات پیل کړي دي او په ۴۸ ګېنټو کې یې د فېسبوک او ټوېټر په شان سوشل مېډیا پلېټفارمونو کې د څلوېښتو (۴۰) نه زیات داسې اېکاونټونه بند کړي دي. د هغه وینا ده چې نور آنلاین ذرایع او وېب سایټونه چې ترهګر ورنه د خپلو پیغامونو د خپرولو دپاره کار اخلي، هغه به هم پیدا او بند کړی شي.

د صومالیې د اطلاعاتو نایب وزیر په وینا، دا اقدامات په هغه ملک کې د آزادي رای د محدودولو خبره نده، او خبریالان کولی شي چې خپل عادي خبري کورېجونو ته ادامه ورکړي.

صومالیه کې په دې وروستیو کې حسین شیخ محمد د صدر په توګه وټاکل شو او هغه وعده کړې ده چې د اسلامي تندلارو په خلاف به سرسخته جګړه کوي. صدر شیخ محمد دا ژمنه پس د هغه وکړه چې تېر اګسټ میاشت کې په سرښار موګادېشو کې په یو هوټل باندې د تندلارو وسله واله حمله وشوه او یوویشت (۲۱) کسان په کې ووژل شول.

الشباب ډله چې د القاعده ډلې سره تعلق ساتي، د یوې مودې دپاره یې سرښار موګادېشو په ولقه کې ساتلی و، مګر په ۲۰۱۱ کال کې د هغه ځایه وشړل شول. مګر اوس هم کله کله د صومالیې په عسکرو، حکومتي ادارو، او غیرپوځي اهدافو باندې حملې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG