لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د پولیسو یو پخوانی مشر د پاکستان په کوئټه ښار کې د وسله والو د طرفه په ډزو وژل شوی دی


د بلوچستان په سرښار کوئټه کې وسله والو د افغانستان د پولیسو یو پخوانی مشر افیسر، عبدالصمد اڅکزی وژلی دی. د کوئټې ښار د پولیسو د یوہ لوړ‎ پوړ‎ي افیسر په خبرہ، د عبدالصمد اڅکزي په نامه تن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ښار د مشرقي بای پاس په سيمه پرکاني کوڅه کې وژل شوى دى.

د پوليسو لوړ‎ پوړ‎ي افیسر د نوم نه ښکارہ کولو په شرط وي او اې ډیوہ ته وویل چې عبدالصمد نومی تن او ورور يې خپل کور ته څېرمه هغه وخت د نامعلومو کسانو له خوا هدف وګرځول شو چې دوی پر موټر سايکل سپاره وو.

دپوليسو د افسر په وينا، په ډزو کې د عبدالصمد ورور خوندي پاتې شوى خو پر موقع موجود يو لاروی ټپي شوى دى.

ویل کیږي چې برید کوونکي هم پر موټرسايکل سپاره وو، او له برید وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د پولیسو افیسر تاییدوي چې وژل شوی کس د افغانستان د کندهار ولایت سره تعلق لري او په پخواني افغان حکومت کې د پولیسو کمانډر و.

پولیسو په سیمه کې پلټنې کړي او وایي چې عبدالصمد اڅکزی او ورور یې خپل کور ته څېرمه په نښه شوي دي
پولیسو په سیمه کې پلټنې کړي او وایي چې عبدالصمد اڅکزی او ورور یې خپل کور ته څېرمه په نښه شوي دي

د پاکستان پولیس وايي، داسې ښکاري چې د وژنې لامل په افغانستان کې دښمني وي، خو د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړو د چا نوم نه دی اخیستی او د نامعلومو کسانو پر ضد یې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.

افغان طالبانو ته نېږ‎دې یوہ تن هم د نوم نه ښکارہ کولو په شرط وي او اې ډیوہ ته وویل چې عبدالصمد اڅکزی په پخواني افغان حکومت کې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قومندان (د ضلعې د پولیسو مشر) و او په اورزګان کې یې هم دنده ترسره کړې وه.

له پېښې ورستو پر ټولنیزو رسنیو یوہ لنډہ ویډیو خپرہ شوې ده. پدې ویډیو کې یو تن خبرې کوي او ځان د عبدالصمد په نامه یادوي. هغه وایي د کندهار د پنجوایي سرہ تعلق لري، او په پخواني نظام کې یې حکومتي دنده درلوده.

په ويډیو کې دا کس وایي “د وطن خدمت مې کړ‎ی اوس یې هم کوم، بیا یې هم کوم، چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاته وي هم دغسې نه کښېنو."

هغه څو ورځې وړاندې د افغانستان د پلازمینې کابل د جينکو په یو تعلیمي مرکز شوې بمي چاودنه هم غندلې وہ. هغه ویلي و، ”موږ‎ هیڅ کله نه کښېنو، د افغانستان پر خدمت پښېمانه نه یو.”

ویل کېږ‎ي عبدالصمد د کندهار د پولیسو د پخواني مشر جنرال عبدالرزاق اڅکزي نږدې ملګری پاته شوی او هغه په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد په محاذ کې فعاله ونډه درلوده او په افغانستان کې د جمهوري نظام له ختمیدو وروسته د خپل ژوند د ژغورلو لپاره کوئټې ته تللی و.

د کوئټې د پوليسو د افسر په وينا، عبدالصمد دلته د اوسېدو هيڅ قانوني اسناد نه دي ښودل شوي او له خپل ورور سره په ناقانونه توګه اوسېده. پولیس وایي د عبدالصمد ورور د افغان مهاجر کارت لري.

د پوليس چاراواکي په خبرہ د پېښې په اړه څېړنې کوي خو وایي ګمان دا دی چې د پېښې تر شا د طالبانو لاس وي. پولیس دا هم وایي چې "کوم وخت چې عبدالصمد په حکومت کې و، د دوی دښمن طالبان و.”

پدې اړ‎ہ پر کابل د واکمنو طالبانو له لوري د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته کوم څه ندي ویل شوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG