لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد هائيکورټ: سیاستمداران دې خپل منځي شخړې عدالتونو ته نه بلکې پارلېمان ته یوسي


اسلام آباد - مطبوعاتي رپوټونه وايي د ګل/دوشنبى په ورځ اسلام اباد هايکورټ کې فل کورټ ريفرينس ته د وينا په وخت مشر قاضي اطهر من الله ويلي پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ پر ځاى د اشرافيه واکمني ده.

مشر قاضي زياته کړې چې د ملکي سياستمدرانو ذمه واري ده چي خپل مينځه شخړې عدالتونو ته د راوړو پر ځاى دا په پارليمان کې هوارې کړي.

دى ته غبرګون کې د هيواد په کچه د وکيلانو د تنظيم، پاکستان بار کونسل مشر چودهري حفيظ الرحمن وايي په دې اړه د عدليه کردار ډير لانجمنه پاته شوى او تل ېې په خپل سر سياسي شخړو کې کار ساتلى دى. وي او اې ډيوه سره خبرو کې حفيظ الرحمن وويل په نيزدې تاريخ کې لوى مثالونه ېې د سپريم کورټ له خوا د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او بل پخواني وزير اعظم نواز شريف نااهله کولو پريکړې وې کوم چې د حفيظ الرحمن په خبره يواځې د پارليمان اختيار دى.

نوموړي وويل که چرې سياسي ګوندونه په مجبوري کې یوه معامله سپريم کورټ ته وړاندې کړي، نو د اعلى عدالت ذمه واري ده چې په دې اړه د خپلې خوښې پريکړو پر ځاى د ملکي دستور سمه تشريح وکړي. تيره مياشت لاهور کې عاصمه جهانګير کانفرنس ته وينا کې د سپريم کورټ ناست جج قاضي فاٸز عيسى هم د سپريم کورټ له خوا نواز شريف نااهلى او بل پخوانى وزير اعظم ذوالفقار بټهو د تيزندى پريکړو باندى نيوکى کړې وې.

فل کورټ ريفرينس ته خپله وينا کې د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله ويلي رياست خپل ذمه وارو کې ناکامه شوى دى.

د سپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور ايډوکيټ وايي د يو رياست لويه ناکامي دا وي چې اولس ېې د تعليم، صحت او د راى د اظهار غوندې بنيادي حقونو نه محرومه وي.

د اطهر من الله له خوا د پاکستان د تاريخ نيمايي برخه د پوځي ډکټيټرانو حکومتونو کې تېريدل لويه بدمرغي ګرځولو په ترڅ کې د عدليه د کردار په اړه قاضي انور دا يو شرموونکى کردار وباله.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړه هم دې عدليه تل پوځي کودتا ته قانوني بڼه ورکړې ده او د قاضي انور په خبره دا دومره ناوړه او شرموونکى کردار وو چې کتابونه ترې ډکيږي.

په وروسته کې اطهر من الله اسلام اباد زنانه قاضي ته دړکه ورکولو قضيه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد د دهشت ګردى دفعات لرې کړي وو.

هم اسلام اباد هايکوټ د پوځ په ضد تقرير کولو په تور د عمران خان بل نيزدى ملګرى شهباز ګل هم په ضمانت خوشې کړى و.

دې ته په غبرګون کې پښتون ملت پاله سياستمداران تور لګوي چې ملکي عدالتونه د رياست مخالفه بيانيي پسر نومولى شوى تنانو په ضد کاروايو کې توپيري چلند ساتي او په دى اړه دوی تر ټولو لوى مثال کراچى جيل کې د تيرو دوه کاله راهسى بنديوان د قامي اسمبلى غړي علي وزير ورکوي.

دوی تور لګوي په يو جرم بنديوان د پنجاب ملزمانو ته ضمانتونه ملاویږي خو د علي وزير ضمانت کيدو با وجود د هغه په نه خوشى کيدو باندى هم دغه عدالتونه څه فعاليت نه ښيي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG