لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سویلي وزیرستان کې بیا هم احتجاج شوی او خلکو د حکومت نه د امنیت په ځاې کولو غوښتنه کړې


د خېبر پښتونخوا په کوز جنوبي وزيرستان کې سياسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ، سوداګرو، او ځايي خلکو د بدامنۍ په ضد کاربنديز او احتجاج کړی او د حکومت نه یې په دې سیمه کې د امنیت په ځاې کولو غوښتنه کړې.

احتجاج کوونکو وي او اې-ډیوه ته ویلي د علاقې خلک د بدامنۍ سره مخ دي او په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره نور زغم نه لري. دوی وېلي د ملکي آیین لاندې د رياست نه د امنيت په ځای کولو لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه کوي.

په احتجاج کې برخه اخستونکي یو ځایي مشر ملک صالح ډیوه ته ووېل د سیمې خلک د تېرو درې څلوېښت کلونو راهسې د جنګ سره مخ دي او د دوي‌ یواځېنۍ غوښتنه په سیمه کې امن په ځاې کول دي.‌

نوموړي‌ ووېل اوس په دغه جنګ پوره خبر دي چې ددې په شا څوک دي او چا دغه سیمې ته بد امني راوړې.‌

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې یې ډېرې ګټې ترلاسه کړي او دغه سیمه یې د ترهګرۍ نه پاکه کړې خو په قباېلي علاقو کې اوس هم وخت په وخت د ترهګرۍ پېښې رامنځ‌ ته کېږي چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم اغېزمند کیږي.‌

د اتوار (یکشنبې) په ورځ د واڼه په مظاهره کې نزدې د ټولو سیاسي او غېر سیاسي ډلو پلویانو برخه اخستې وه. څو ورځې وړاندې، هم د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم یوه لویه مظاهره کړې وه.

په یاده مظاهره کې منظور پشتین د وزیر ستان اولس ته وېلي‌ وو چې د سوات د خلکو په شان د ترهګرۍ په ضد یو موټی شي.

پېښور کې وتلی خبریال فخر کاکا خېل ډیوه ته وېلي، ‌”اوس خلک په دې خبره پوه شو چې چې دا ډلې او تنظیمونه څنګه راځي، څنګه خپریږي او ددې نه به ځان څنګه بچ ساتي“.

نوموړي‌ وېلي اغېزمند شوي خلک اوس د ترهګرۍ خلاف په ښکاره اواز پورته کوي او د ناامنۍ پرضد احتجاجونه کوي.‌

افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په تېرو شلو کلونو کې د پښتونخوا صوبې سوات،‌ قباېلي ضلعې او په ځانګړي توګه شمالي او جنوبي وزیرستان ترټولو زیاتې متاثره شوي.

احتجاج کوونکي وايي‌ د ترهګرۍ د لاسه د دوي د ژوند هر اړخ متاثره شوی،‌ کاربارونه یې ختم شوي او او کورونو ته په لویه کچه نقصانونه رسېدلي.‌ دوي وايي‌ د ملک د نورو برخو د خلکو په شان عادي ژوند نه تېروي.‌

د وزیرستان او سوات احتجاج کوونکي نیوکې کوي چې د پاکستان حکومتي او شخصي ټېلې وېژن چېنلو باندې د دوی مظاهرو ته ځاې نه ورکړل کیږي او زیاتره وخت د ملک په روان سیاسي کړکېچ بحثونه کوي.

خبریال فخر کاکا خېل وایي پښتون قام خپله میډیا نه لري، ورځپاڼې یې د نېشت برابر دي او هغه هم هر وخت د فشار لاندې وي.‌ نوموړي ‌زیاته کړې د پاکستان پراېېوېټ یا شخصي میډیا مالکان ټیلي ویژن چېنلې د خپلو کاروباري ګټو لپاره استعمالوي او دا چې هغوي د پښتنو ستنونزو ته ځاې نه ورکوي.‌

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG