لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په شمالي وزیرستان کې یو عسکر او پنځه تندلاري وژل شوي دي


اېسوشیټډ پرېس - د پاکستان پوځ وایي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان سرحد سره نږدې د تندلارو په یو پټنځای باندې حمله کړې او په وسله واله نښته کې پنځه تندلاري او یو عسکر وژل شوی دی.

پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې دا وسله واله نښته د خیبرپښتونخوا صوبې په شمالي وزیرستان ضلعه کې شوې، چېرته چې پخوا پاکستاني طالبانو اختیار درلود. په بیان کې دا نه دي ویلی شوي چې شخړه څه وخت ترسره شوې، او نه هم د وژل شوو تندلارو د پېژندګلو په اړه څه جزئیات څرګند شوي دي.

خو بل اړخ ته تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د عسکرو د یوې حملې په ترڅ کې، د ټي ټي پي وسله والو یو عسکر وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان هم د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې د پوځ حمله یې په شا تمبولې ده، خو د خپلو تنانو د وژل کېدو یې څه ندي ویلي.

د دسمبر په لومړۍ نېټه په یوه بله پېښه کې د پاکستان پوځ ویلي وو قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه داري هم تحریک طالبان پاکستان په غاړه منلې وه.

دوه ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې هم د تشدد د پېښې رپوټ ورکړل شو او د حملې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته. په هغې پېښې کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله وکړه او درې پولیس افسران یې ووژل.

د سیمې د پولیسو یوه مشر محمد علي ګنډاپور رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، پولیس عسکرو د شنبې- خالي په ماښام د نوښار ضلعې په اکوړه خټک سیمه کې په موټر کې ګزمه کوله چې دوو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

چارواکي وایي دوه پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یوه بل په روغتون کې ساه ورکړې وه.

پاکستان کې دا وخت د تحریک طالبان پاکستان کالعدم ډلې حملې زیاتې شوي دي. پوځ ویلي چې اوس مهال د ټي ټي پي سره د امن کومې خبرې ندي روانې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG