لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي مرکز قبضه کړی او افغانستان ته محفوظه لار غواړي


د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په کېنټ سيمه کې وسله والو د ترهګرۍ ضد څانګې يا سي ټي ډي په دفتر بريد کړی او په قيد کې دننه د ترهګرۍ په پېښو کې د ککړو تنانو د خوشې کولو هڅه یې کړې ده.

د امنيتي ځواک سرچينې وايي وسله والو سره خبرې اترې روانې دي او دې سره دواړو غاړو يو بل باندې ډزې هم کړي دي او دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

د دسمبر په ۱۸مه، په بنو سیمه کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي مرکز) باندې د شوي وسله وال برید وروسته، د امنیتي ځواکونو د عسکرو او وسله والو کسانو ترمنځ جګړه روانه ده او حکومتي چارواکي وایي چې د دواړو ترمنځه درنه او سپکه وسله کارول کیږي.

امنیتي چارواکي دا هم وایي چې د پاکستان د پوځ خصوصي ځواک عسکر یا اېس اېس جي کمانډوز هم بنو ته رسيدلي دي خو ددې ترڅنګ، د وسله والو سره د خبرو اترو عمل هم دوام لري.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې وایس آف امریکه ډیوه ته ویلي دا برید ماښام هغه وخت وشو چې نامعلومه کسان د بنو په کېنټ کې دننه، سي ټي ډي مرکز ته د خپلو ملګرو د راخلاصولو دپاره دننه شول او د سي ټي ډي دفتر چارواکي یې یرغمل کړل.

ذرائع وایي د دغه وسله وال برید وروسته، ټوله سیمه امنیتي عسکرو پخپله ولقه کې اخیستې ده او د بشپړه قبضې د خلاصولو دپاره عملیات روان دي.

په بنو کې یوې بلې سرچیني وي او اې ډیوه ته ویلي چې هغوی سره په دغه مرکز کې نږدې پنځه دېرش (۳۵) پورې داسې شکمن کسان موجود و چې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې نیول شوي و، او هغوی نه پلټنې روانې وې. سرچینې وویل، د دې پېښې وروسته په ډزو کې دوه امنیتي عسکر هم ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې د وسله والو سره خبرې پیلې شوي او که مخ په وړاندې ولاړ نشي، بیا به د هغوی په ضد عملیات کیږي. خو دا لا تر اوسه نده معلومه شوې چې په کومو شرطونو ورسره خبرې اترې کیږي.

د دې ترڅنګ په سوشل مېډیا یوه ویډیو هم خپره شوې چې په کې څلور کسان لیدل کیږي او یو وسله وال په کې دعوه کوي چې هغوی د سي ټي ډي دفتر او یو شمېر چارواکي په ولقه کې اخیستي دي.

وسله والو په دې ویډیو کې غوښتنه کړې ده چې هغو ته دې د هوایي لارې افغانستان ته د تګ اجازت ورکړی شي که نه نو دا یرغمل شوي چارواکي به وژني.

د خیبرپښتونخوا صوبایي حکومت ویاند برېسټر محمد علي سیف په یو بیان کې ویلي، په سي ټي ډي مرکز هیچا هم برید ندی کړی، خو په مرکز کې دننه ځیني کسان چې د ترهګرۍ په شک کې نیول شوي و، هغوی دننه مرکز کې د چارواکو نه د وسلو د اخېستو هڅه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG