لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمیر کې په یوه هفته کې لس تنه وژل شوي دي


واشنګټن - د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځایي چارواکي وایي چې په دې وروستیو ورځو کې د چاودنو او ګوله باریو له کبله لس (۱۰) کسان مړه شوي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ په رجوري ضلع کې یوه چاودنه وشوه چې دوه ماشومان – یو پنځه کلن هلک او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ – په کې مړه او او پنځه نور عام کسان زخمیان شول. ځایي پولیس وایي چې تر دې یوه ورځ وړاندې، په ډنګري کلي کې نامعلومو وسله والو په عامو کورونو ډزې وکړې او څلور کسان په کې ووژل شول.

د شورو/چهارشنبې په ورځ په جمو ښار کې یو امنیتي چېک پوسټ سره وسله واله نښته وشوه چې د چارواکو په وینا، څلور بریدګر په کې ووژل شول.

دا حملې اکثره د کشمیر په هغو برخو کې شوي دي چې زیاتره اوسېدونکي یې هندواڼ دي.

منوج سېنها، چې د نوې ډیلي له خوا د جمو کشمیر لیوټننټ ګورنر ټاکل شوی دی، اعلان وکړ چې وروستیو حملو کې د هر وژل شوي عام کس رشته دار ته به د دوولس زره ډالرو په اندازه د غمرازۍ پیسې ورکړی شي.

د وروستي تشدد په غبرګون کې د کشمیر په رجوري او نورو سیمو کې احتجاجونه هم ترسره شوي او هندي چارواکو وعده کړې چې د یاغیانو په ضد به فوري اقدام وکړي.

په ورته وخت کې ځینو کسانو د کشمیر په مختلفو برخو کې د بجلۍ د نشتون په خاطر احتجاجونه کړي دي.

هند په ۲۰۱۹ کال کې د کشمیر د خود مختارۍ آئیني حیثیت ختم کړ، هغه یې نېغ په نېغه د خپل قامي انتظامیې د اثر لاندې راووست او په سیمه کې یې د هند ضد یاغیانو د ځپلو دپاره قریب پنځه لاکه عسکر هم ځای پر ځای کړل.

تېر (۲۰۲۲) کال کې په کشمیر کې د یو سل او اویا (۱۷۰) نه زیات شکمن یاغیان او شپږ ویشت (۲۶) هندي عسکر ووژل شول.

هند په ګاونډي ملک، پاکستان باندې تور لګوي چې په کشمیر کې د هند ضد یاغیانو ملاتړ کوي، مګر پاکستاني چارواکي دا تورونه ندي منلي.

تېره میاشت هندي چارواکو د دې خبرې تصدیق وکړ چې د څو تنو کشمیري مسلمانو مشرانو جایدادونه یې قبضه کړي کوم چا چې کشمیر کې د هند د حکمرانۍ مخالفت کاوه.

د کله نه چې هند او پاکستان په دوه جدا ریاستونو وېشل شوي، دغه دواړه ګاونډي ملکونه د کشمیر د مسئلې په سر یو بل ته دښمن پاته شوي دي. دواړو اېټمي طاقتونو د کشمیر په سر تر اوسه څو ځله جنګونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG