واشنګټن - د سويډن وزیراعظم په سرښار سټاکهولم کې د یو قرآن د سوځولو پېښه غندلې او هغه یې "ډېره بې احترامي" بللي ده. د قرآن سوځولو دې پېښې غبرګونونه راپارولي او د ترکيې سره یې د سویډن تعلقات په داسې وخت کې د تناو ښکار کړي چې سویډن غواړي په نېټو کې شامل شي او دې کار کې د ترکیې ملاتړ ته ضرورت لري.
د خالي/شنبې په ورځ د سویډن یو انتهاپسنده سیاستمدار راسموس پالوډان په سټاکهولم کې د ترکیې سفارت مخې ته یو قرآن ته اور ورته کړ.
دا چې د سویډن پولیسو څنګه پالوډان ته د داسې یوې مظاهرې اجازت ورکړ، په دې باندې ترکیې ته قهر ورغی او سرښار انقرې ته یې د سویډن د دفاع وزیر سفر لغوه کړ. د دې ترڅنګ، د ترکیې حکومت، د سویډن سفیر د احتجاج په خاطر وروغوښت.
د خالي/شنبې ورځې په ماسخوتن د سویډن وزیراعظم اولف کریسټرسن په یو ټویټ کې ولیکل: "د اظهار رآی آزادي، د جمهوریت یوه بنیادي برخه ده. خو هرڅه چې قانوني وي، ضروري نده چې هغه دې مناسب هم وي. د هغو کتابونو سوځول چې ګڼ شمېر خلکو ته مقدس وي، یوه ډېره ژوره بې احترامي ده."
"زه غواړم د ټولو مسلمانانو سره چې نن په سټاکهولم کې د پېښې شوې واقعې له امله ناراضه شوي دي، همدردي وکړم."
داسې حال کې چې سویډن کوښښ کوي ترکیه په دې راضي کړي چې په نېټو کې د سویډن او فېنلېنډ شاملېدل منظور کړي، د انتهاپسنده سیاستمدار پالوډان مظاهرې د انقرې او سټاکهولم ترمنځ تعلقاتو ته لا زیات نقصان ورسولو.
ترکیه غواړي چې سویډن دې اول هغه کردي فعالین چې سویډن کې اوسیږي، ترکیې ته وسپاري او د ترکیې د مشرتابه ضد مظاهرو مخه دې ونیسي.
د ترکیې ترڅنګ، ګڼ شمېر نورو مسلمانو ملکونو هم سویډن کې د قرآن د سوځولو په واقعې غوسه او خفګان څرګند کړی دی.
پاکستان دا په پېښه په کلکه غندلې ده او د نه منلو وړ یې بللې ده. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخپل ټویټر لیکلي دي چې:
"په سویډن کې د یو ښي اړخي انتهاپسند په لاس د قرآن پاک د توهین قابل نفرت عمل د مذمت کولو دپاره هېڅ الفاظ کافي ندي. داسې نشي کیدلی چې د اظهار رآی د آزادۍ د جامې لاندې، ټوله نړۍ کې د یو نیم (۱.۵) بلینه مسلمانانو مذهبي جذبات مجروح کړی شي. دا د منلو وړ ندی."
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند، حافظ ضیا احمد تکل په یو ویډیویي پیغام کې، په سویډن کې د قرآن پاک سوځول په کلکو الفاظو غندلي او د سویډن په حکومت یې غږ کړی چې د دې واقعې عامل ته دې سزا ورکړي او آینده کې د نورو داسې پېښو مخه دې ونیسي.
مراکش (المغرب) ویلي په دې حیرانه شوی چې څنګه چارواکو دا اجازت ورکړی چې د سویډني انتظامیه ځواکونو د سترګو په وړاندې داسې عمل ترسره شي.
انډونېشیا، سعودي عرب، او متحده عربي اماراتو هم د واقعې مذمت کړی او د خلیج د همکارۍ کونسل او د اسلامي همکارۍ تنظیم هم دا پېښه غندلې ده.
د انډونېشیا حکومت ویلي، "د مقدس کتاب (قرآن) په ضد داسې توهین آمیزه عمل، مذهبي رواداري داغداره کړې او نقصان یې ورته رسولی دی. د اظهار رآی آزادي باید په ذمه وارانه توګه پرځای کړی شي."
په استانبول کې د سویډن کونسلګرۍ مخې ته لسګونه احتجاج کوونکي د شنبې/خالي ورځې په ماښام راغونډ شول او د خپل ملک، ترکيې نه یې وغوښتل چې د سویډن سره دې خپل سفارتکاري تعلقات وځنډوي.
د یادونې وړ ده چې انتهاپسنده پالوډان، چې نیم سویډنی او نیم ډنمارکی دی، تر دې وړاندې تېر کال هم د خلکو مخې ته د قرآن سوځولو نندارې جوړې کړې وې، او په نسل پرسته ښکنځلو، او فساد ته د هوا ورکولو په عمل مجرم ګڼل شوی و.