واشنګټن - یورپ د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس په ډیزل او د تېلو د نورو پیداوارو په درامداتو پابندي ولګوله او په دې توګه یې اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل په وجه، په ماسکو باندې د تېلو له درکه د آمداتو د کمولو کوشش وکړ.
تر دې وړاندې د نړۍ اوو سترو اقتصادونو د روس په تېلو باندې د اعظمي حد نرخ ټاکلو فیصله کړې وه. اوس که څه هم یورپ به د روس نه ډیزل نه اخلي، مګر چین او هند غوندې ملکونه به لا هم د روس نه ډیزل اخلي او په دې توګه به د تېلو په قیمت کې په نړېواله کچه یو دم اضافه رانشي، مګر د اوکراین جګړې پر مخ وړلو دپاره به ماسکو سره پیسې کمې وي.
ډیزل د اقتصاد د ترقۍ دپاره ډېر اهم ګڼل کیږي، ځکه په ګاډو کې، ټرکونو کې، د فارم په وسایلو کې، او همدا رنګه په کارخانو کې ډیزل کارول کیږي.
د کرونا وبا د ختمېدو سره چې یو ځل بیا د پیداوارو پروسس تېز شو، نو د ډیزل بیعه هم ورسره اوچته شوله.
اوس چې د ۲۷ ملکونو مشتمل یورپي اتحاد د روس نه د ډيزلو د نه اخیستلو فیصله کړې ده، نو د ډيزلو د بیعې په اړه یقین نشته چې لوړه به شي او که نه. یورپي یونین به اوس خپل د ډیزلو سپلائی د امریکې، منځني ختیځ او هندوستان نه اخلي. مګر روس ورته تر دې نورو ملکونو نږدې و، او اوس به د لېرې نه ډيزل یورپ ته انتقال کیږي.
په همدې حال کې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف د اتوار/یکشنبې په ورځ عراق ته ورسېد چې هلته د انرجۍ او د خوراکي موادو د تحفظ په مسئلو خبرې وکړي. د عراق د خارجه وزارت ویاند احمد الصحاف د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې لاروف د یوې جګپوړې روسي ډلې په مشرۍ بغداد ته رسېدلی دی.
لاوروف به د ګل/دوشنبې په ورځ د عراق د خارجه وزیر فؤاد حسین، د وزیراعظم محمد السوداني، صدر عبداللطیف رشید او د پارلېمان سپیکر محمد الحلبوسي سره جدا جدا ملاقاتونه وکړي. د عراق خارجه وزارت ویلي چې بغداد د خپلو ټولو ملګرو او شریکانو سره د ښو تعلقاتو درلودلو لېواله دی.