لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب او ایران د خپلو سفارتکاري تعلقاتو په معمول کولو اتفاق وکړ


واشنګټن - سعودي عرب او ایران د دوو کلونو اوږدو بحثونو او لږ تر لږه پنځه دوره خبرو نه پس، په داسې حال کې د تعلقاتو د معمولي کولو په سر اتفاق کړی چې په منځني ختیځ کې اقتصادي او سیاسي عدم استحکام لیدلی کیږي.

د سعودي عرب خارجه وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ویلي چې دغه تړون به مثبتې نتیجې ولري. ښاغلي فیصل زیاته کړه: "مونږ د خپلو بحثونو په بنیاد، د ښه ګاونډیتوب په تعلقاتو او د خطې د ریاستونو خودمختارۍ ته په درناوي او د ټولو سیمه ییزو ګواښونو سره د مقابلې په موضوعاتو یو پوهاوي ته سره ورسېدو."

هغه دا هم وویل چې سعودي عرب دغو ټولو مسئلو سره د مقابلې دپاره، خبرې اترې تر ټولو غوره لار ګڼي.

بل اړخ ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې د سعودي عرب سره یې د ملک د تعلقاتو بیا بحاله کولو دا معاهده به "د ګاونډیتوب د امن د اساساتو په بنیاد، په خطه کې نوې غټې ذمه وارۍ راپیدا کړي."

د ایران د قامي سلامتیا د عالي کونسل سېکرېټري، علي شمخاني ویلي چې "چین د دې معاهدې امنیتي ضمانت کوي." دا معاهده به په آینده دوو میاشتو کې عملی کړی شي.

خطار ابو دیاب چې په پاریس یونیورسېټۍ کې د پولیټکل ساینس استاذ دی، وي او اې ته وول چې د سعودي عرب او ایران د دې تړون نوی اړخ، د چین کردار دی، چې د هغه په باور، "پوهېدل یې ډېر ساده دي."

خطار وایي، چین د دواړو ملکونو، ایران او سعودي عرب سره ستر اقتصادي مفادات لري او که په خطه کې استحکام موجود نه وي، نو د چین عزایم به هېڅکله عملي نشي. هغه زیاتوي، هماغسې چې امریکا د آسیا-پسفیک خطې دپاره توجو کړې ده، چین خپله توجه منځني ختیځ ته اړولې او دا به د وخت په تېرېدو معلوم شي چې د نړۍ د دوو سترو طاقتونو، چین او امریکا ترمنځ د مقابلې یو نوی زون جوړ شي او که نه.

چین د خپل د مصرف څلوېښت فیصده (٪۴۰) تېل د منځني ختيځ نه درامد کوي، او د سېلک روډ د راهدارۍ مشهوره منصوبه کې یې هم د فارس خلیج، هم د بحیره احمر او هم د افریقې د شرقي ساحل بندرګاهوې شاملې دي چې دغه بندرګاهې اکثره د سیمه ییزو ناکراریو له امله متاثره کیږي.

یو پخواني ایراني سفارتکار او څېړونکي مهرداد خونساري چې اوس په لندن کې اوسیږي، وي او اې ته وویل چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ معاهده یوه "مثبته علامه" ده، مګر بیا هم په اړه یې شکونه لري.

ښاغلي خونساري وویل: "په تېرو دوو کلونو کې، هغو په بغداد کې د عراق په سپانسرۍ مذاکرات کړي، او پنځه دوره خبرې اترې یې کړي دي، بغیر د کومې غټې لاس ته راوړنې سره. خو دا چې اوس هغو فیصله کړې چې خپل سفارتکاري تعلقات به بحاله کوي، دا یوه مثبته علامه ده، مګر دا چې په نږدې راتلونکې کې به دا معاهده څومره د پام وړ لاس ته راوړنې ولري، دې ته د شک په سترګه کتل په کار دي."

خونساري ټینګار وکړ چې هغه داسې نه ګڼي چې ایران به په هېڅ صورت د سعودي عرب دې مطالبې ته غاړه کیږي چې د عراق، شام، لبنان، یا یمن غوندې ځایونو کې دې ایران خپله "پراکسي مداخله" یا د خپلو ګوډاګیو ډلو له طریقه مداخلات راکم کړي. د ایران دغه پخوانی سفارتکار وایي چې "د سعودي عرب او ایران ترمنځ بنیادي اختلافات، کوم چې په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د قایمېدو نه پس راپیدا شوي"، بغیر د څو مختصرو او موقتو استثناآتو به بیا هم پرځای پاته وي.

بل څېړونکي، خطار ابودیاب یادونه کوي چې ایران د نړۍ د طاقتونو سره په کال ۲۰۱۵ کې د جوهري لوظنامې د لاسلیک کولو وروسته، "د خپلو ګوډاګیو ځواکونو په استعمالولو سره په عراق، شام، یمن، او لبنان کې اکثره ریاستي ادارې تباه کړي دي".

ابودیاب وایي، دا پوښتنه باید وشي چې آیا ایران به دې ته حاضر شي چې خپله رویه بدله کړي او د دې نظریې نه تېر شي چې د بین الاقوامي او بین المذهبي منصوبې د لارې نورو ملکونو ته د خپل انقلاب د برامد کول ختم کړي؟

په واشنګټن کې مېشت د خلیج د چارو څېړونکی ټیوډور کاراسېک وي او اې ته وویل چې د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تعلقاتو د بحاله کېدو اثرات ممکن په آینده هفتو او میاشتو کې د مشاهدې وړ وګرځي، "مګر ښه خبر دا دی چې د دواړو ترمنځ کومې کشیدګۍ چې په زیاتېدو وې، د کمېدو په حال کې ښکاري او د خلیج نورو ریاستونو ته یې د سکون یو حس بخښلی دی."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG