لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له افغانستانه د امریکا د جنجالي وتلو پړه پر چا؟ بایډن که ټرمپ؟


واشنګټن- د امریکا د صدر جو بایډن انتظامیې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکې وتنې پړه په پخواني صدر ټرمپ اچولې خو د کانګرس (استازو جرګې) د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مېکال وايي، د بایډن اداره د پوځیانو د وتلو په بهیر کې "د لویو ناکامیو" لپاره ذمه واره ده.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت (پنټاګان) لخوا په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۱ م کې له افغانستانه د امریکایي پوځيانو د خونړۍ او له ګډوډۍ ډکې انخلا ذمه واري په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ اچول شوې ده.

په رپوټ کې ویلی شوي چې د مخکیني صدر (ټرمپ) د فیصلو په سبب، صدر بایډن ته زیاتې لارې نه وې پاته نو هغه په دې جګړه کې د امریکا د راتلونکي نسل د ښکېل کولو نه انکار وکړ.

په رپوټ کې راغلي چې په کار وه د افغانستان جنګ تر دې وړاندې لا ختم کړی شوی و.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو غیرمنظمه انخلا چې په کې خلک هم ووژل شول، د صدر بایډن د صدارتي عهدې یوه تیاره پېښه ګڼل کیږي.

مایکل مېکال د وایټ هاوس خپور شوي راپور ته په ځواب کې ویلي، چې صدر بایډن د انخلا پرېکړه کړې، ورته نېټه یې ټاکلې او خپله هغه د انخلا د عملي کولو په لړ کې د شویو لویو ناکامیو ذمه وار دی.

د وایټ هاوس په دولس مخیزه راپور کې صدر بایدن د ډېرو لږو اقداماتو ذمه واري پخپله غاړه اخېستې او په دې ټکي یې زور اچولی چې بایډن د هغو ګامونو ترسره کولو ته "سخت مجبور" و.

په دې رپوټ کې دا خبره منل شوې چې له افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي پوځیانو انخلا باید په تېزۍ سره پیل شوې وه، خو دا چې په دې کار کې تاخیر راغی، ذمه وار یې ګني د افغانستان پخوانی حکومت، پخوانی افغان پوځ، او د امریکې پوځ او استخباراتي ادارې وې.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د وایټ هاوس دې تازه څرګندونو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي - وایټ هاوس

په خلاصه رپوټ کې دا یادونه شوې چې کله بایډن د صدارت عهدې ته ورسېد، نو هغه وخت "طالبان له پوځي اړخه په ډېر مضبوطه موقف کې وو، او د ۲۰۰۱ کال نه پس، قریب نیم ملک باندې د هغو قبضه وه او یا یې ورباندې د افغان حکومت سره مقابله کوله."

همدا شان ویلی شوي چې د جگړې دپاره د افغان پوځ د تیاري په باره کې د امریکا د استخباراتي ادارو اټکلونه هم له حده زیات مثبت و.

په خلاصه رپوټ کې راغلي چې بایډن د امریکایي قواوو د انخلا دپاره د پوځي کمانډرانو په سپارښتنو عمل وکړ.

په انخلا باندې د رېپبلېکن ګوند نیوکې:

د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند قانون سازانو، د هغه ځانمرګې چاودنې په حوالې سره چې د انخلا په ورځو کې د کابل په هوايي ډګر وشوه او په کې د دیارلسو (۱۳) امریکایي عسکرو ترڅنګ، څه باندې سل (۱۰۰) افغانان هم مړه شول، په دې انخلا باندې سختې نیوکې کړي دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وېستلو کې د کډوډۍ په اړه د کانګرس پلټنې لا روانې دي او د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مېکال ویلي، د وایټ هاوس د اسنادو بیا کتنه به کوي.

نوموړي له ولس سره ددغو اسنادو د شریکولو غوښتنه هم کړې ده ځکه تر اوسه پټ یا محرم ساتل کېږي.

ښاغلي مېکال د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل د ویاند جان کربي څرګندونې له سپکاوي ډکې وبللې.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر ټایلر ورګاس انډریوز چې په هغې چاودنې کې سخت زخمی شوی و، تېره میاشت یې د کانګرس د اورېدنې په یوه غونډه کې وویل چې انخلا "یوه تباهي" وه او بل دا چي هلته "د احتساب داسې کمی و چې د بخښلو وړ نه دی."

د وایټ هاوس د راپور هدف:

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي وویل چې د دې خپور شوي رپوټ مقصد، "احتساب نه دی، بلکې د آینده فیصلو دپاره د پوهې حاصلول دي."

وایټ هاوس دا دعوه لري چې په افغانستان کې د غلطیو په پوهېدلو سره، اوس یې دا سبق زده کړی چې په اوکراین کې د روان صورتحال سره څنګه مقابله وکړی شي. په اوکراین باندې د روس د حملې په مقابله کې امریکا د کییف ملاتړ کوي او په دې باندې د بایډن انتظامیې تګلاره ستایل شوې ده.

وایټ هاوس وایي چې د ۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې د روس د فبرورۍ میاشتې د حملې نه وړاندې یې، په تر ټولو بدو حالاتو غور کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG