اېسوشیټډ پرس - د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو د خالي/شنبې په ورځ په ملک کې د جېنکو د تعلیم په پابندۍ تنقید وکړ، مګر بل اړخ ته د طالبانو یو اهم وزیر خبرداری ورکړی چې دیني عالمان دې په جنجالي مسئلو کې د حکومت په ضد بغاوت نکوي.
د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان کې جېنکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم نشي کولی، او دا پابندي په پوهنتونونو هم لګېدلې ده. د دې نه علاوه ښځې نشي کولی چې د پارکونو په شان عوامي ځایونو ته ولاړې شي او هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو نه منعه کړی شوي دي. تېره هفته طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار کولو بندیز ولګولو چې دا خبر ملګرو ملتونو ورکړی مګر طالبانو تر اوسه په ښکاره توګه رسنیو ته څه ندي ویلي.
د طالبانو چارواکي ویلي و چې د جینکو د تعلیم محدودیتونه موقتي دي او دایمي بندیز ندی، مګر په مارچ میاشت کې سکولونه او پوهنتونونه صرف د هلکانو دپاره پرانېستل شول.
دیني عالمان: اسلام ښځو ته د تعلیم اجازت ورکوي
دوه دیني عالمان چې په افغانستان کې دننه مشهوره دي، د خالي/شنبې په ورځ وویل چې چارواکي باید د ښځو او جینکو د تعلیم په اړه پخپلې پرېکړې له سره غوره وکړي. د طالبانو د تګلارو سره په ښکاره مخالفت کول نایابه کار دی، خو بیا هم ځینو طالب مشرانو د جینکو د تعلیم په برخه کې د فیصلې کولو د پروسې سره اختلاف نظر ښودلی دی.
یو دیني عالم عبدالرحمن عابد وویل، په کار ده چې ښځې او جېنکۍ دې بېرته تعلیمي ادارو ته پرېښودلی شي، البته هغوی دې د هلکانو نه په جدا کلاسونو کې وي، زنانه استاذانې دې ورته وګومارل شي، د هلکانو سره دې د هغوی شېډول هم فرق ولري او آن د هغو دپاره دې نوې تعلیمي ودانۍ جوړې کړی شي.
عبدالرحمن عابد د اېسوشیټډ پرس سره په خبرو کې وویل چې علم په اسلام کې په ښځو او نارینه و فرض دی، او اسلام ښځو ته د تعلیم اجازت ورکوي.
ښاغلي عابد زیاته کړه: "زما لور د سکول نه محرومه پاته ده، او زه شرمېږم. زه خپلې لور ته هېڅ جواب نلرم. زما لور پوښتنه کوي چې ولې په اسلامي نظام کې جېنکو ته د تعلیم اجازت نشته؟ زه یې جواب نلرم."
هغه زیاته کړه چې اصلاحات ضروري دي او خبرداری یې ورکړ چې په دې برخه کې هرډول ځنډ به د نړۍ د اسلامي ورورولۍ په قیمت تمامه شي او دا به (د طالبانو) حکومت کمزوری کړي.
یو بل دیني عالم چې پخپله یې هم د طالبانو د ډلې غړی دی، اېسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته وویل چې د اړوندو وزارتونو سره اوس هم وخت شته چې د جېنکو د تعلیم مسئله حل کړي. دغه دیني عالم چې توریالی همت نومیږي، اړوند وزارتونه هغه یاد کړل کوم چې په کندهار کې مېشت د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده نږدې کسان یې چلوي.
د جېنکو په تعلیم باندې د ملا هبت الله په امر بندیز لګېدلی دی. همت وویل، دوه قسمه تنقید روان دی، یو هغه چې د طالبانو نظام خرابوي، او بل هغه چې د نظام د اصلاح کولو دپاره کیږي.
توریالي همت زیاته کړه: "اسلام هم نارینه او هم ښځو ته د تعلیم اجازت ورکړی، مګر په حجاب او نصاب باندې باید غور وشي. مفیده تنقید باید وشي، او اسلامي امارت ته په کار ده چې په دې اړه فکر وکړي. چېرته چې تنقید نه وي موجود، هلته د کرپشن امکان شته. زما ذاتي رایه دا ده چې جېنکو ته دې د یونیورسېټۍ تر کچې د تعلیم اجازت ورکړی شي."
د طالبانو د سختدریځه وزیر غبرګون
د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو یا هائیراېجوکېشن وزیر ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ وویل چې دیني عالمان دې د حکومتي تګلارې په ضد خبرې نه کوي.
ندا محمد ندیم دا خبرې پس د هغه وکړې چې یو بل دیني عالم، عبدالسمیع الغزنوي په یوه مدرسه کې طالب علمانو ته ویلي و چې د جېنکو د تعلیم په اړه اسلام کې کوم اختلاف نشته. هغه وویل چې اسلامي احکامات واضحه دي چې د جېنکو تعلیم د منلو وړ دی.
د عبدالسمیع الغزنوي ویډیو چې خپره شوې ده، هغه کې د جېنکو په تعلیم ټینګار کوي او وایي چې که شرایط برابر ندي، نو دا پخپله د واکمنانو ذمه واري جوړیږي چې جېنکو ته دې د تعلیم ماحول برابر کړي. هغه دا هم ویلي و چې که اسلام د جېنکو د تعلیم اجازت ورکوي او که چېرته د یو حاکم امر د خدای او رسول د امر خلاف وي، نو د حاکم امر نشي منل کېدلی.
داسې ښکارېده چې د جمعې په ورځ د طالبانو د سختدریځه وزیر ندا محمد ندیم د خبرو مقصد عبدالسمیع الغزنوي و. ندیم پخپلو خبرو کې چې وېډیو یې خپره شوې ده، د کوم چا نوم ندی اخېستی خو ویلي یې دي: "تا چې اوس دا تشویق خلکو ته ورکړ چې اطاعت نشته، د دې نتیجه څه شی شوله؟ خو نتیجه یې دا شوله چې د دغه حکم په مقابل کې د بغاوت درته اجازه ده. نو د نظام په مقابل کې چې څوک بغاوت ته راپاڅوې، دا نو تا مسلمانانو ته ګټه ورسوله، خیر دې ورسولو؟"
خبري رسنۍ په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نه په تبصره اخېستو کې پاته راغلي دی. مګر د هغه ویاند حافظ ضیا الله هاشمي د ندا محمد ندیم د دې وروستیو څرګندونو تصدیق وکړ خو دا جزییات یې ورنکړل چې دا خبرې یې چا ته وې او دلیل یې څه و؟