واشنګټن (اې پي) - د اټریا بوکس په نوم د کتاب چاپولو یوې کمپنۍ د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نوبل جایزې ګټونکې او د جېنکو د تعلیم پېژندل شوې فعاله ملاله یوسفزۍ پخپل یو نوي یادداشت کتاب کار کوي.
تر اوسه د دې کتاب عنوان معلوم ندی او دا هم نده ښکاره چې دا کتاب به څه وخت بازار ته راووځي. ملالې یوسفزې تر دې وړاندې هم کتابونه لیکلي چې یو یې ډېر مشهوره دی او په میلینونه ټوکه خرڅ شوی چې د دې کتاب نوم یې دی: «زه ملاله یم: د هغې نجلۍ قېصه چې د تعلیم دپاره اودرېده او طالبانو ووېشته». دا کتاب په کال 2013 کې چاپ شو، او د هغه نه یو کال پس، ملاله یوسفزۍ ته چې اوولس کلنه وه، د امن د نوبل جایزه ورکړی شوه.
د هغه وخت نه پس، ملاله یوسفزۍ پوهنتون ته ولاړه، د آکسفورډ یونیورسېټۍ نه فارغه شوه او د پاکستان د کرکټ بورډ له یو منېجر عصر ملک سره یې واده وکړ. ملاله یوسفزۍ یوه پروډکشن کمپنۍ هم جوړه کړه چې اېکسټراکورېکولر نومیږي او د اپل ټي وي پلس سره په یو لړ فلمي او ټي وي پراجکټونو کار کوي.
ملالې یوسفزۍ پخپل ټوېټر باندې د دې خبر په تصدیق کولو سره ویلي دي چې ډېره خوشحاله ده چې د خپل نوي کتاب د لیکلو اعلان کوي.
آټریا کتاب کمپنۍ پخپل جاري کړی شوي بیان کې د پنځه وېشت (۲۵) کلنې ملاله یوسفزۍ د قوله ویلي: "زما د ژوند په دې وروستو څو کلونو کې غیرمعمولي تبدیلات او ټول هغه تکلیفونه او خوشحالۍ چې د ترقۍ سره مل دي، راغلي دي."
د بیان تر مخه، ملالې د خپل دې تازه کتاب په اړه چې تر اوسه يې کوم نوم ورته ندی غوره کړی، ویلي: "دا تر اوسه زما تر ټولو زیات ذاتي کتاب دی، او هیله منده یم چې لوستونکي به زما په قېصه کې قدرداني، دوباره یقین ورکول، او بصیرت پیدا کړي."
آټریا کمپنۍ د ملالې دغه نوی کتاب "د بیا رغېدو او د پېژندګلو د لټون یوه حیرانوونکې قېصه، د عوامو د توجو ترمخه د ځوانېدو د دوران صافې خبرې، او د هغې د نن ورځې ذاتي ژوند ته یوه نږدې کتنه" بللې ده.