لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي امين ګنډاپور د خېبرپښتونخوا وزيراعلا نومول کېدو ته څه ډول غبرګون ویل شوی؟


علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار وو.
علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا دپاره د علي امين ګنډاپور په نومول کېدو په ټولنيزو رسنیو تاوده بحثونه پېل شوي، د پي ټي آی پلويانو د عمران خان د دغه پرېکړې ستاينه کړې خو نيوکې پرې هم شوي دي چې د پښتونخوا او مرکز ترمنځ به لانجې روانې وي.

په اېکس (پخواني ټويټر) پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان يوه ويډیو خپره کړې او ويلي يې دي،
"علي امين ګنډاپور په هر مشکل وخت کې د عمران خان سره ودرېدلی، د وفا تاريخ یې رقم کړی او علي امين ګنډاپور به د وزیراعلا په توګه هم خپل انتخاب سم ثابت کړي"

خو پاکستان کې سياستوالو او جرنلسټانو د عمران خان په دغه پرېکړه نيوکې کړي، چې عمران خان د دغه لارې دا پېغام ورکول غواړي چې هغه د مفاهمت يا روغې جوړې په پاليسي يقين نه لري هغه جارحانه پاليسي دوامداره ساتي.


د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي،
"په 2014م کې چې څنګه د تحت اسلام اباد په جګړه کې د پښتونخوا وسايل وکارول شو، زما د صوبې وسايل به یو ځل بيا په دې جګړه کې کاريږي".


هغه زياته کړې، "حالات به نور خرابيږي، قرضې به نورې سېوا کيږي، صوبايي حقوق به نور غصب کيږي".

د علي امين ګنډاپور په اړه نورې څرګندونې هم شوي چې هغه ښه دی که بد.

پاکستاني جرنلسټ عامر متين په اېکس ويلي،
"ګنډاپور ښه که بد، ښه او بد پرېږدئ، فېصله راغله، مونږ (پي ټي آی) به مزاحمت کوو جوړ جاړی نه، ووټ د مزاحمت ترلاسه شوی د صلحې نه، دا د جګړې پېغام دی".

د علي امين ګنډاپور وزيراعلا نومول کېدو ته په نيوکو کې د تحریک انصاف ګوند ځينې پلويانو ويلي، دا د ګوند خوښه ده چې څوک وزيراعلا جوړوي.

خو يو بل پاکستاني جرنلسټ روف کلاسرا بيا په اېکس يو تفصيلي پوسټ کې دغه خبره په ګوته کړې او ويلي يې دي، د پښتونخوا د حالاتو اثرات په نورو صوبو وي ځکه دوی په دغې اړه څرګندونې کوي.

هغه ویلي، "په 2002 کې اېم اېم اې (متحده مجلس عمل) چې د طالبانو نظرياتي پلويان وو په مذهبي بنيادونو ووټ ترلاسه شو، نتيجه یې د صوفي محمد په مشرۍ سوات، ملاکنډ کې، هغو ځانله شرعي ریاست وغوښتو، ځکه طالبانو له ښکاره لاس اېم اېم اې ورکړی وو".

نوموړي بيا په سوات کې د پوځي عملياتو او خلکو کډوال کېدو يادګېرنه کړې او په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په دور حکومت کې یې د طالبانو د دفتر پرانستو، او عمران خان په وزیراعظمۍ کې د طالبانو او د هغو د کورنيو د افغانستان نه بيرته سوات ته راوستلو ويلي دي.

هغه ويلي، "په خېبرپښتونخوا کې که سم يا غلط کار کيږي اثر يې په ټول ملک کيږي"، هغه دعوه کړې، "که په صوبه کې د طالبانو د مزاج او د هغو د هم خیالو حکومت وي نو تسلي ساتئ، څو کاله وروسته د 2009/10 د سوات او ملاکنډ په څېر بلې الميې انتظار کوئ، اغېزې به یې په ټول پاکستان وي".


ځینو بيا د علي امین ګنډاپور د عمران خان سره د وفادارۍ او ځينو یې د مخالفينو ضد د سختو ويناګانو ويډيوز خپرې کړي دي.


علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف پلوه ازاد امېدوار وو.


د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه علي امين ګنډا پور د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د حلقې (پي کی 113) باندې 35,454 ووټونه اخستي او کامياب شوی او د قومي اسمبلۍ په څوکۍ (اېن اې 44) یې 93,443 ووټونه ترلاسه کړي او دغه څوکۍ یې هم ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG