د پاکستان الیکشن کمیشن سني اتحاد کونسل لپاره اسمبلیو کې د اېښودل شوؤ ځانګړو څوکیو مسلم لیګ(ن) پاکستان پیپلز پارټۍ اؤ نورو ګوندونو ته د ورکولو اعلامیه خپره کړې ده.
د الیکشن کمیشن له دې اقدام وروسته قامي اسمبلۍ کې واکمن سیاسي ایتلاف ته د اپوزیشن له مرستې پرته ایین کې د بدلون کولو لپاره اړین په دریوؤ کې دوه برخې اکثریت ترلاسه شوی دی.
د الیکشن کمیشن لخوا د ځانګړو څوکیو له ویشلو وروسته د پاکستان د قامي اسمبلۍ په ټولو 336 څوکیو کې د 334 څوکیو پوزیشن واضحه شوی دی چې کوم ګوند اوس په قامي اسمبلۍ کې څومره څوکۍ لري.
د پاکستان ایین کې د څه رقم بدلون کولو لپاره اړینه ده چې واکمن ایتلاف باید د پارلیمان د 336 غړو څخه په دریو کې دوه برخې اکثریت په لاس کې ولري چې هغه 224 جوړیږي اؤ دا مهال د واکمن سیاسي ایتلاف د ملاتړو غړو شمیره 230 ته رسېدلې ده.
د مسلم لیګ(ن) دغړو شمېره 123 ده ، دغه ګوند په ټاکنو کې 75 عمومي څوکۍ ګټلې دي اؤ نهه ورسره ازاد غړي ملګري شوي دي.
مسلم لیګ (ن) ته قامي اسمبلۍ کې د ښځو لپاره ځانګړو 60 څوکیو څخه 34 اؤ د اقلیتونو د 10 څوکیو څخه 5 څوکۍ ورکړل شوي دي.
د اضافي څوکیو ترلاسه کېدو نه وروسته په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان پیپلز پارټۍ د غړو شمېره هم 73 ته رسېدلې ده، دغه ګوند 54 عمومي څوکۍ ګټلي،16 څوکۍ د ښځو اؤ 3 د اقلیتونو ورکړل شوي دي.
همدا شان د ایم کیو ایم د غړو مجموعي شمېره 22 ته رسېدلې ده،دغه ګوند 17 عمومې څوکۍ ګټلي،د ښڅو څلور اؤ د اقلیتونو یوه څوکۍ ورکړل شوې ده.
د استحکام پاکستان ګوند د غړو شمېره څلور ته رسېدلې چې درې یې عمومي څوکۍ دي اؤ یوه د ښځو له څوکیو ورکړل شوې ده.
د مسل لیګ(ق) د غړو شمېره 5 ده ،3 یې عمومي څوکۍ ګټلي، یو ورسره ازاد غړی ملګری شوی اؤ یوه ځانګړې څوکۍ ورکړل شوې ده.
همدا شان د واکمن ایتلاف نور ګوندونه مسلم لیګ ضیاء،باپ، بي این پي اؤ نیشنل پارتي هم قامي اسمبلۍ کې یوه،یوه څوکۍ لري.
د مخالفې ډلې سني اتحاد کونسل د غړو شمېره بیا قامي اسمبلۍ کې 82 ده اؤ د 8 غړو ازاد حیثیت هم پځای ساتل شوی دی.
د جمعیت علماء اسلام ګوند د ټولو غړو شمېره 11 ته رسېدلې ده، شپږ یې عمومي څوکۍ ګټلې دي،څلور د ښځو اؤ یوه د اقلیتونو څوکۍ ورکړل شوې ده.
ایم ډبلیو ایم،پښتونخوا میپ اؤ بي این پي مینګل قامي اسمبلۍ کې یوه،یوه څوکۍ لري، د دې ترڅنګ د قامي اسمبلۍ په یوه څوکۍ الیکشن نه دی شوی اؤ د یوې حلقې اعلامیه لا نه ده خپره کړل شوې.
پاکستان تحریک انصاف ګوند سني اتحاد کونسل ته د ځانګړو څوکیو د نه ورکول کیدو خلاف د اتوار په ورځ په ګرد هیواد کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.
د تحریک انصاف مشرانو شیرافضل مروت ، شاندانه ګلزار، عاطف خان اؤ شهریار اپریدي د نهې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د عمران خان په وینا به د اتوار په ورځ ټول ملک کې د الیکشن کمیشن د اقدام خلاف احتجاجونه کولی شي.
هغوي ویلي چې الیکشن کمیشن د پي ټي اي مینډیټ مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ ته ورکړی چې دا سراسر زیاتی دی اؤ تحریک انصاف به یې کله هم ونه مني.
Forum