لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيراعلي اکرم خان دراني په ضد دبې باورۍ دتحريک وړاندې کولو فيصله


په داسې حال کې چې دجمهوري رياست دټاکنو دمخنيوي دپاره پرون دپاکستان دمخالفو سياسي ګوندونو اتحاد(اى پي ډي ايم) په يو اتفاق سره په دوهم اکتوبر دقامي او صوبايي اسمبليو څخه دمستعفي کيدو اؤ دسرحد اسمبلۍ دماتولو اعلان وکړو.
د واکمن ګوندپاکستان مسلم ليګ(ق) دسرحد اسمبلۍ دژغورنې په خاطر دسرحد دوزيراعلي اکرم خان دراني په ضد دناباورۍ دتحريک وړاندې کولو پريکړه وکړه. ترڅو دا شان دجمهوري رياست دټاکنو پورې اسمبلي په حال وساتل شي.
پرون وروسته له هغې چې په پيښور کې داى پي ډي ايم دلوئې غونډې څخه وروسته په قومي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر او دمتحده مجلس عمل ستر سکتر مولانا فضل الرحمان اعلان وکړو چې په دوهم اکتوبر به دقومي اؤ صوبايي اسمبليو غړي داسمبليو دغړي توب څخه مستعفي کيږي.
اؤ دصوبه سرحد وزيراعلي اکرم خان دراني به هم په دغه ورځ دسرحد ګورنر ته داسمبلۍ دماتولو سفارش کوي.
حکومتي حلقه کې داى پي ډيم ايم ددغه اعلان سره دصدارتي ټاکنې په حواله يو لړ انديښنې پيدا شوې اؤ ائيني ماهرينو سره په دې خبره مشاورت پيل شو چې ديوې صوبې داسمبلۍ دنشتوالي په صورت کې دائين ترمخه جمهوررئیس ټاکنې کيدى شي کۀ نه؟
خو ولې صورتحال هاغه وخت خپل اړخ بدل کړو کله چې دحکمران ګوند مسلم ليګ(ق) لخوا اعلان وکړى شو چې دوي به دسرحد دوزيراعلي په ضد په سرحد اسمبلۍ کې دبې باورۍ تحريک وړاندې کوي.
سرحد اسمبلۍ کې دپاکستان مسلم ليګ(ق) پارليماني مشر مشتاق احمد غني وويل چې دبې باورۍ دتحريک وړاندې کولو دپاره دوي ټول انتظامات له اګاهو څخه کړي دي اؤ په دې لړ کې داسمبلۍ دوؤ ديرشو غړو دناباورۍ په تحريک لاسليکونه هم کړي دي.
چې دغه تحريک به ډير زر اسمبلۍ ته وړاندې کړى شي ديادونې وړ ده چې کۀ چرې پاکستان مسلم ليګ (ق) په صوبايي اسمبلۍ کې دوزيراعلي اکرم خان دراني په ضد دبې باورۍ تحريک وړاندې کړو نو په دغه صورت کې بيا دوزيراعلي لخوا ګورنر ته داسمبلۍ ماتولو سفارش هيڅ ګټه نۀ کوي اؤ اسمبلۍ پخپل ځايې بحال پاتې کيږي.
خو کۀ چرې تحريک وړاندې نۀ شي نو د اساسي قانون ترمخه دوزيراعلي لخوا داسمبلۍ ماتولو دسفارش په صورت کې ګورنر پابند دى چې دوؤ شواروزو کې دننه اسمبلى ماته کړي اؤ کۀ چرې داسې ونۀ کړي نو اسمبلي پخپله ختمه ګڼل کيږي.
دا هم بايد ذکر شي چې متحده مجلس عمل دسرحد اسمبلۍ دماتولو فيصله له دې امله کړې ده چې ترڅو په جمهوررئیس کې ووټ ورکونکې‌ اداره ماته شي.
اؤدغه رنګ د جمهوررئیس په وړاندې خنډان پيدا شي خو ولې اوس چې پاکستان مسلم ليګ(ق) دوزيراعلي په ضد دبې باورۍ تحريک اسمبلۍ ته وړاندې کړي نو په دغه ټوله مرحله ١٤يا١٥ ورځې وخت مصرفيږي چې په دغه موده کې به په ٦ اکتوبر کيدونکي جمهوررئیس ټکانی سرته رسيدلي وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG