لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعلی اؤصوبايي وزيرانو سرکاري کورونه اؤ دفترونه خوشې کړل


دصوبه سرحد دوزيراعلى اکرم خان دراني لخوا ددغه صوبې ګورنر علي محمدجان اورکزئ ته دصوبايي اسمبلۍ دماتولو له سفارش وروسته دپاکستان داساسي قانون ترمخه سبا دصوبه سرحد اسمبلي پخپله له مينځه ځي.
خو داسمبلۍ له ختميدو وړاندې وزيراعلى اکرم خان درانې په پيښور کې دخپل سرکاري کور څخه ذاتي کور ته منتقل شو اؤ هم دا شان دجمعيت علماء اسلام شپږو وزيرانو هم خپل سرکاري دفترونه پريښودي دي . دصوبايي اسمبلۍ په حقله وزيراعلي اکرم خان دراني ډيوه راډيو ته وويل چې دۀ دا توان لرلو چې اسمبلي ١٥ نومبر پورې فعاله وساتي .
خو ولې د اى پي ډي ايم په غونډه کې داسمبلۍ دماتولو فيصلې ته دعملي جامې اغوستو لپاره ګورنر ته داسمبلۍ دماتولو وينا وکړه.
وزيراعلي وويل چې دجماعت اسلامي دغړو استعفا ګانو داسمبلۍ ماتولو ته اړ کړى نه دی بلکې پينځه کاله وړاندې کۀ هم جماعت اسلامي دحکومت څخه وتلې وه نو بيا به هم زمونږ حکومت ښۀ په کاميابۍ سره دوام موندلو.
ديادونې وړ ده چې دا وخت دسرحد اسمبلي ټول ١٢٤ غړي لري چې له دې جملې څخه دجماعت اسلامي ٢٤، داى اين پي ٨، دمسلم ليګ (ن)٤ اؤدتحريک انصاف ١ غړى داسمبلۍ دغړي توب څخه مستعفي شوي دي.
.اؤ دا شان په شپږم اکتوبر چې کله په پاکستان کې دجمهوري رياست دپاره ټاکنې ترسره کيدې نو دسرحد اسمبلۍ د١٢٤ غړو دجملې څخه فقط ٨٨ غړو دخپلې رايې استعمال وکړو.
دَ وزیراعلی اکرام خان دراني تعلق دَ جمیعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې سره دی په کوم چې تور لگولی کیږي چې دَ جمهوررئیس جنرال پرویز مشرف سره په پټه مرسته کوي. ښاغلي دراني دَ اسملۍ دَ ماتولو فیصله دَ جمهور رئیسۍ دَ ټاکنو وروسته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG