لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې نظير بوټو وژنه کې  ککړ ځانمرګى وپيژندل شو


دپاکستان دولت دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې اؤ دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو وژنه کې دککړ ځانمرګي تن دپيژندګلو ادعا کړې ده.
ددغه تن نوم بلال ښودل کيږي.
ويل کيږي ددغه ځانمرګي پيژندګلو تيرو ورځو کې ډيره اسماعيل خان څخه دنيول شوي يو تن چې هغۀ هم په بې نظير بوټو دبريد کولو په تور نيول شوى ؤاعتزاز شاه څخه دپلټنو نتيجه کې شوې ده.
اعتزاز شاه پينډۍ کې پوليسو ته سپارلى شوى دى.
ددولتي سرچينو له مخې په بې نظير بوټوځانمرګي بريد کوونکى بلال دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان اوسيدونکى ؤ.
اسلام اباد کې دپاکستان دکورنيو چارو سکتر سيد کمال شاه نن دنهې په ورځ ژورنالستانو سره دخبرو په محال وويل دبې نظير بوټو په وژنه کې دککړ تن اعتزاز شاه څخه په پلټنو کې معلومه شوې ده چې په ميرمن بوټو ډزې اکرام کړې وې اؤ ځانمرګي بريد پرې بلال نومې هلک ترسره کړى ؤ.
ښاغلي کمال شاه زياته کړه په بې نظير بوټو ځانمرګي بريد دډزو څخه دوه دقيقې وروسته شوى ؤ.
هغۀ وويل په پلټنو کې دا هم معلومه شوې ده چې اعتزاز شاه داکرام ، بلال اؤ دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود سره هم ليدل کتل کړي وؤ اؤ هغۀ ته دځانمرګي بريد روزنه ورکړل شوې وه.
داخله سکتر وويل څيړنيزو ادارو کې معلومه شوې ده چې دځانمرګي تن تعلق دجنوبي وزيرستان سره دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG