لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا دپاکستان په خاوره خپل قوانين تطبيقول غواړي


امريکا پاکستان ته ورکړل شوي يو نوي غوښتن ليک کې د پاکستان دحکومت څخه غوښتلي دي چې پخپله خاوره بايد دامريکا قوانين ومني.
دامريکا ددفاع محکمې لخوا پاکستان ته ورکړل شوي غوښتنو په دغه فهرست کې دپاکستان حکومت ته ويل شوي دي چې هغوي بايد دويزې څخه پرته امريکايي کارمندانو ته يواځې په پيژندګلوۍ کيدو دپاکستان څخه ګاؤنډيو هيوادونو ته دتګ راتګ اجازه ورکړي.
همدغه راز پاکستاني چارواکي بايد دوسلو ساتلو لپاره دامريکا لخوا خپلو کارمندانو ته ورکړل شوي لائسنسونه ومني.
اؤ دغو کارمندانو ته دې دوسلو سره په هيواد کې په ازاد ډول دتګ راتګ اجازه اؤ اساني ورکړل شي.
په دغو غوښتنو کې داهم وئيل شوي دي چې پاکستان دې پخپله ځمکه دامريکايي قوانينو دتطبيق کيدو اجازه ورکړي.
همدغه راز غوښتن ليک کې دپاکستان څخه غوښتل شوي دي چې دامريکا لخوا ټاکل شوي ټيکه داران بايد په پاکستان کې دټيکسونو څخه مستثني وګرځول شي.
دپاکستان لخوا دغه غوښتنې رد کړل شوي دي خو ولې دکورنيو چارو وزارت په دې هکله تر دې مهاله نور څه نۀ دي وئيلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG