لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمردان دپيښې مسؤليت پاکستاني طالبانو پخپله غاړه اخستى دى


په مردان کې دترسره شوي ځانمرګي بريد چې پکې ١٣ کسان وژل شوي اؤ ٢١ ژوبل شوي مسؤليت ځايې طالبانو قبول کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر پيښور کې يو بهرني خبرې اژانس ته دتيليفون په ليکه وويل مردان کې شوى ځانمرګي بريد دامريکا لخوا پر ډمه ډوله دشوې حملې بدله ده.
څو ورځې وړاندې يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکې دباجوړ په ډمه ډوله دتوغنديو بريد کړى ؤ چې پکې ١٤ کسان وژل شوي وؤ.
بلخوا نن د ګل په ورځ دمردان په ځانمرګي بريد کې دوژل شوؤ کسانو جنازې دمردان په عيدګاه، کف کورونه، کينال روډ، کمپني باغ، بهرام کلى ، پيش کنډ حمزه کوټ اؤ ګجرات په سيمو کې وکړل شوې چې له دې وروسته خاورو ته وسپارل شول.
همدغه راز په دغه پيښه کې دوژل شوؤ ٥ؤ عسکرو جنازې دپنجاب رجمنټ مرکز کې وکړل شوې دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي پخپل يو بيان کې دمردان ځانمرګي بريددمذاکراتو دپيل کړل شوي عمل دګډوډلو يو سازش ګرځولی دى اؤ ويلي يې دي حکومت به دامن دټينګښت لپاره پوره پوره وس چار کوي.
وزيراعلي دمردان په بريد کې دوژل شوؤ کسانو دپاره ديو يو لک اؤ دټپيانو دپاره د پنځوس پنځوس زره روپو دمعاوضې ورکولو اعلان هم کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG