لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ایې اې د القاعدې پرضد د کامیابیو ادعا کړې ده


د امریکا د استخباراتي ادارې سي ایې اې مشر مائیکل هېډن ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان په گډه پوله باندې قبایلي سیمو کې د القاعدې د مشکوکو پټو اډو پرضد کامیابي ترلاسه شوې ده.
نوموړي واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه ویلي دي په منځني ختیز کې د القاعدې اثر په ختمیدو دی او د نړۍ نورو برخو کې هم په شا تمبیدلی دی.
ښاغلي هېډن زیاته کړه چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن خپل هغه توان بایللی دی چې عراق جگړه د خپلو گټو لپاره وکاروي او نوي غړي ځان سره ملگري کړي.
دوه کاله وړاندې سي ایې اې رپوټونو کې ویلي شوي وو د عراق جگړه ترهگر تنظیم خپلې پروپنگډې لپاره کاروي.
ښاغلي هېډن ویلي دي القاعده یو جدي خطر دی خو زیاتوي په سعودي عربستان او عراق کې یې نزدی سټراټیجکي ماتې ترلاسه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې ده اسلامي نړۍ کې القاعده فکري تاوان تر لاسه کړې ځکه چې خلکو د دوي تندلاریتوب ردکړی دی.
ښاغلي هېډن ویلي دي ایران په عراق کې د پرمختیا هڅې شنډوي او وایي جگپوړي ایراني چارواکي په یوه داسې تگلاره کار کوي چې په عراق کې امریکایي او ایتلافي ځواکونه ووژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG