لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدراعظم ګيلاني دامريکاپه سفرروان شوى دى


دپاکستان صدراعظم يوسف رضاګيلاني وايي دترهګرۍ اؤتندلارتوب په ضدجنګ پاکستان دبل چادګټودپاره نۀ بلکې دخپلوګټودپاره کوي.
نن دخالي په ورځ دامريکاپه درې ورځني سفردروانيدوڅخه دمخه دچکلاله په هوايي ډګرخبريالانوته ښاغلي ګيلاني وويل دصدراعظم په توګه دادهغۀ امريکاته لمړى رسمي سفردى چې پکې به امريکايي چارواکيوسره دترهګرۍ اؤتندلارتوب په ضددجګړې په ګډون په ټولوڅانګوکې اړيکوته په وده ورکولوخبرې کوي .
دهغۀ ويناوه ددې سفرله امله به دواړوهيوادونوته په پيښوچيلنجونوقابوموندلوکې لاس امدادوشي.
صدراعظم په ډاګه کړه مونږبه خپله خاوره دترهګرۍ دپاره کارولوته ورنۀ کړواؤنۀ به چاته دحکومتي واک دکمزوري کولواجازه ورکړل شي.
ښاغلي يوسف رضاګيلاني ته په هوايي ډګردپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني،دګډوځواکونودکميټې مشرجنرال طارق مجيد،دپاکستاني فضايې مشر،مرکزي وزيرانواونوروچارواکيوپه مخه ښه وويله.

XS
SM
MD
LG