دپاکستان دنوي جمهوررئيس دټاکنې دپاره دپيپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري ، دمسلم ليګ(ن)د کانديد قاضي(ر) سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليګ(ق) دمشاهد حسين سيد په گډون ګڼو کانديدانو د ټاکنې کاغذونه جمع کړي دي.
دپيپلز ګوند دګډ مشر اصف علي زرداري دټاکنې کاغذونه دقانون وزير فاروق ايچ نائيک اؤ د سعيدالزمان صديقي کاغذونه چوهدري نثارعلي خان ، جاويد هاشمي اؤ دګوندو نورو ملګرو دټولټاکنو په کميسيون کې جمع کړي دي.
دکاغذونو دجمع کولو په مهال ددواړو سترو ګوندونو کارمندانو د خپلو کانديدانو په پلوۍ شعارونه ورکړل.
په اصف زرداري پسې دملاتړ کانديده دهغه خور فريال تالپور اؤ په سيدالزمان صديقي پسې ملاتړ کانديد روئيداد خان خپل کاغذونه جمع کړې دي ، ولې دمسلم ليګ (ق) په کانديدمشاهد حسين پسې هيچا دټاکنې کاغذونه نۀ دي جمع کړي.
دکانديدانو غوڅ فهرست به په ٣٠م اګست مخې ته راوړل کيږي اؤ دجمهوري رياست ټولټاکنې به په ٦م ستمبر وي.