لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : دزرداري،سعيدالزمان اؤ مشاهد حسين دټاکنې کاغذونه سم ګرځول شوي دي


په پاکستان کې په ٦م ستمبر دجمهوري رياست کيدونکيو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره دپيپلز گوند دمشر اصف علي زرداري ، دمسل ليگ(ن) دکانديد قاضي(ر) سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليگ(ق) دکانديد دټاکنې کاغذونه سم گرځول شوي دي.
د ٢٧ؤ نورو کانديدانو کاغذونه دوړانديز کوونکي اؤد تائيد کوونکي دنيشتوالي له امله رد کړل شوي دي.
دپيپلزگوند ، مسلم ليگ(ن) اؤ مسلم ليگ(ق) په کانديدانو ديو اړخ څخه هم چا کوم اعتراض نۀ وؤ کړى.
نن دزيارت په ورځ چې کله دټولټاکنو کمشنر قاضي محمدفاروق دټاکنې دکاغذونو کره کتنه وکړه نو په هغې کې د٥ؤ کانديدانو کاغذونه سم ومنل شول.
دجمهوري رياست دټولټاکنو دمهال ويش ترمخه کانديدان د٣٠م اگست پورې خپل دټاکنې کاغذونه واپس اخستى شي اؤ هم په دغه ورځ به دکانديدانو غوڅ فهرست هم مخې ته راوړل کيږي.
په ٦م ستمبر به دجمهوري رياست دټولټاکنو دپاره رايې ورکول کيږي ، چې پکې به د سنا، قومي اسمبلۍ اؤ ٤ؤ واړو صوبايي اسمبليو غړي دخپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکوي.

XS
SM
MD
LG