لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : مسلم لیگ نواز د واکمن ایتلاف نه د بیلیدو اعلان وکړو


پاکستان ایتلافي حکومت کې موجود مسلم لیگ نواز د حکومت نه دبیلیدو اعلان کړې دی.
اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل دلوظنامې لاندې دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې يا استعفي په صورت کې لرې کړل شوي قاضيان په ٢٤ؤ ساعتو کې پځايې کيدل پکار وؤ خو پر١٨مه فرورۍ دپرويز مشرف داستعفي باوجود تراوسه قاضيان پځايې نۀ کړل شول.
هغۀ وويل دمرکزي مجلس عاملې ، دگوند پارليماني غونډې، دمدني ټولنې غړو اؤ وکيلانو سره له اوږدو صلاح مشورو څخه وروسته پر دغه پريکړه مجبور شو. ښاغلي شريف وويل سعيدالزمان صديقي به زمونږ صدارتي کانديد وي.
هغۀ زياته کړه قامي اسمبلۍ کې به داپوزيسيون پر څوکيو کښينو.
ميانواز شريف وويل مونږ به اپوزيسيون کې پر کښيناستو سره هم پر ميثاق جمهوريت دعمل کولو لپاره هڅې دوامداره ساتو.
هغۀ وويل له وزارتونو څخه پرته دائتلاف پځايې ساتلو اؤ دمري داعلان لاندې مو دقاضيانو دپځايې کولو هڅه وکړه هغۀ وويل پر١٨م اگست دجمهوررئيس داستعفي څخه وروسته ١٩ قاضيان پځايې کيدل پکار وؤ خو وويل شول چې لوظنامې قران اؤ احاديث نۀ وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG