لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : ٨ؤ لر کړل شوؤ قاضيانو بيا لوړه کړې ده


دسندهـ دعالي محکمې دنوي مشر قاضي انور ظهير جمالي په گډون دجنرال پرويز مشرف لخواد موقتي ائيني امر په ترڅ کې لر کړل شوؤ٨ؤ قاضيانو لوړه کړې ده.
دسندهـ په گورنر هاؤس کې جوړې شوې دستوره کې دسندهـ گورنر عشرت العباد خان ددغه قاضيانو څخه لوړه واخسته .
دلوړې کولو په نورو قاضيانو کې قاضي خلجي عارف حسين، ، قاضي امير حاني مسلم، قاضي فيصل عرب، قاضي سجادعلي شاه، قاضي ظفر احمديرواني، قاضي سلمان انصاري اؤ قاضي عبدالرشيد کلوړ شامل دي.
دلوړې کولو په دستوره کې دسندهـ وزيراعلي سيد قائم علي شاه ، دسندهـ سپيکر نثاراحمدکهوړو، صوبايي وزيرانو، دعالي محکمې قاضيانو ، لوړپوړو چارواکيو اؤ نورو گډون کړى ؤ.
همدغه راز دقانون دوزارت لخوا دقاضيانو د شميرې د٢٨ؤ څخه ٤٠ؤ ته دلوړولو اعلان شوى دى.
بلخوا د وکيلانو مشرانو بيالوړه کول د٣م نومبر دگامونو دمنلو برابر عمل گرځولى دى.
ژورنالستانو سره دخبرو په مهال دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان مشر چوهدري اعتزاز احسن وويل دقاضيانو دلوړې کولو پر گام خفه شوى يم.
هغۀ وويل دقاضيانو دغه عمل سره به دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف غير ائيني گامونو ته وده ترلاسه شي.
اعتزاز احسن وويل نن هم قاضي صبيح الدين احمد دسندهـ دعالي محکمې مشر قاضي گڼو.
دپاکستان دسترې محکمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار چوهدري وياند اطهر من الله وويل دقاضيانو په بحالۍ کوم اعتراض نۀ لري خو دغلطې طريقې له لارې قاضيان پځايې کول د١٧ؤ مياشتو راهسې په روان غورځنگ کې ددرز پيدا کولو برابر عمل دى.
اطهر من الله وويل نن د٨ؤ قاضيانو دپځايې کولو په ترڅ کې دقانون وزير فاروق ايچ نائيک دپرويز مشرف د٣م نومبرد غير ائيني گامونو په توثيق کولو کې بريالى شوى دى.
هغۀ وويل نن دقاضيانو دلوړې کولو پريکړه دهغوي د ضمير پريکړه ده.
دسندهـ دعالي محکمې دوکيلانو دسازمان مشر رشيد اى رضوي هم ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل د٨ؤ قاضيانو سمدستي پځايې کول دوکيلانو اؤ قاضيانو اتحاد کې ددرز پيدا کولو دسيسه ده.
هغۀ وويل ترڅو چې لرې کړل شوي قاضيان په بشپړ ډول پځايې نۀ کړل شي تر هغې به غورځنگ دوامداره وي.
دمسلم ليگ(ن) وياند صديق الفاروق ويلي دقاضيانو گمارنه خو وشوه خو دمسلم ليگ(ن) سره دپيپلز گوند ژمنې پوره نۀ شوې.
هغۀ وويل له دې وړاندې مسلم ليگ(ن) هم ددغه ٨ؤ قاضيانو گمارنه ځنډولې وه، ولې چې مسلم ليگ(ن) دريځ لرلو کۀ چرې ٨ قاضيان داعلي حکومتي امر له لارې پځايې کيدى شي نو ټول ولې نۀ؟
ذاتي تيليويزيون سره خبرو کې دمسلم ليگ(ن) مرکزي مشر خواجه سعد رفيق ويلي دقاضيانو بحالي دصدراعظم يوسف رضا گيلاني ذاتي خواهش کيدى شي، خو هغه بې واکه صدراعظم دى.
هغۀ وويل اصف زرداري دخپلې خوښي قاضيان پځايې کول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG