لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي نژاد : امریکا باید بهرنۍ تگلاره کې اساسي بدلون راولي


د ایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما نه د امریکا په بهرنۍ تگلارې کې د بدلون غوښتنه کړې ده.
د شورو په ورځ لویدیځ ایران کې یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي احمدي نژاد وویل واشنگټن باید د هغه په وینا د ایران خلکو د تېرو ٦٠و کالو په اړه معافي وغواړي.
نوموړي دا هم وویل چې امریکا دې نړۍ مختلفو برخو نه پوځ لرې کړي.
ښاغلي احمدي نژاد زیاته کړه امریکا دې نورو هېوادنو کې گوتوهنه پریږدي او د اسرایل مرسته دې نه کوي.
ښاغلي احمدي نژاد څو ځله د اسرایل د ختمولو وینا کړې ده.
د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما پخپل یو ټیلي ویژني معرکه کې ویلي امریکا ایران ته د ملگرتیا لاس ورکولی شي که ایران خپل دریځ کې بدلون راولي.
ښاغلي نژاد د امریکا په تگلارې کې بدلون هرکلی کړی خو وایي دغه بدلون دې باید بنیادي وي.
د امریکا پخواني جمهورئیس بوش ایران سره نیغ په نیغه خبرې په دغه دریځ ردولی چې ایران د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې نه پوره کوي چې خپل لانجمن اټومي پروگرام وټړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG