لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:بمي بريد کې داسمبلۍ غړى وژل شوى،٩ ژوبل


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې ديوې بمي چاؤدنې له امله دواکمنې سياسي ډلې عوامي نيشنل پارټۍ سره تعلق لرونکى د سرحد اسمبلۍ غړى عالمزيب خان وژل شوى اؤ ٩ کسان نور ژوبل شوي دي.
دغه بمي چاؤدنه نن د شورو په ورځ سحر مهال په دله زاک روډ مومن ټاؤن سيمه کې هاغه مهال وشوه چې دسرحد اسمبلۍ غړى عالمزيب خان دخپل کور څخه په گاډي کې کښيناستو.
دبمونو خنثي کوونکي پوليس وايي دا دريموټ کنټرول بم چاؤدنه وه چې پکې د٥ؤ کلو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
په پيښور ښار کې دصوبايي اسمبلۍ په غړي دغه بريد په داسې مهال شوى دى چې دافغانستان اؤ پاکستان دپاره دامريکا ځان گړى استازى رچرډ هالبروک دپيښور په سفر تللى اؤ هلته ورته دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضددروانې جگړې په هکله دگورنر په ماڼۍ کې احوال تير کړل شوى دى.
داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته دعالمزيب خان وژنه دغندنې وړ ده اؤ ددې مقصد صوبايي حکومت دامن دټينگښت دلارې څخه په شا کول دي خو حکومت به کله هم دترهه گرو مخې ته خپل سرونه نۀ ټيټوي.
مياافتخار حسين وويل عوامي نيشنل پارټۍ ته زيات گواښونه پيښ دي خو زمونږه ولولې به دترهه گرو په وړاندې نۀ کمزورې کيږي.
له دې وړاندې دعوامي نيشنل گوندپه مشر اسفنديارولي خان هم چارسده کې دخپلې حجرې دننه ځانمرگي بريد ترسره شوى اؤ په سوات کې گڼ شمير داى اين پي مشران ياخو دتندلارو لخوا په شوؤ بريدونو کې وژل شوي اؤ يا هم کورونه اؤمارکيټونه يې په بمونو الوځول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG