لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیري رحمان : شرعي قانون د سولې سره مشروط دی


د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې شیري رحمان د گل په ورځ اسلام اباد کې ویلی جمهوررئیس اصف علي زرداري به ایالاتي تړون هغه وخت لاس لیک کوي چې سیمه کې سوله او امن پرځاې شي.
شیري رحمان زیاته کړه چې تړون نه دی دا مطلب نه واخستلې شي چې حکومت طالبانو ته کومې اسانتیاوې ورکړي یا د حکومت واک کمزورې شوی دی.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گېلاني په کړکېچ ځپلي شمال لویدیځ سیمه کې طالب جنگیالو سره شوي تړون ستائینه کړی ده چې تر مخه به یې دغه سیمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولی شي.
ښاغلي گېلاني د گل په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي دغه لوظنامه د حکومت د خبرو اترو، پرمختیا او د دفاع د تگلارې برخه ده.
د صوبه سرحد حکومت د گل په ورځ سوات کې تندلاري مولانا صوفي محمد سره په سيمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو په تړون لاس ليک کړی دی.
د دغه تړون په بنياد به په ټوله ملاکنډ سيمه کې شرعي محکمې يا عدالتونه جوړولى شي اؤټولې پريکړې به دقران اؤ سنت په رڼا کې کولى شي.
مولانا صوفي محمد د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله څښر ری او په سوات کې یې د روان بغاوت مشري کوي.
په نوموړي تور دی چې په لسگونو عسکر او سلگونو بې گناه اولس یې وژلي.
د مولانا فضل الله پلویانو یو شمېر پښتانه حلال کړي د جینکو په تعلیم یې بندیز لگولی او په لسگونو سکولونه یې سوزولي دي.
د دغه تړون په بدل کې طالبانو ویلی چې د دواو کالو نه روان د تشدد ډاک کمپائن به ودروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG