لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري :پاکستان دخپلې بقاء جنگ کوي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي پاکستان دخپلې بقاء جنگ کوي اؤ دتندلارو دفشار لاندې به کله هم رانۀ شي.
دامريکايي جمهوررئيس لخوا دپاکستان اؤافغانستان دپاره دځانگړي استازي رچرډ هالبروک اؤ دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې دمشر ايډمرل مائيکل مولن په درناوي کې دميلمستيا ورکولو په مهال جمهوررئيس وويل اوس وخت رارسيدلى دى چې دوسلې غورځونکو تندلارو سره خبرې اترې پيل کړل شي.
ښاغلي زرداري وويل پوځي عمليات دترهه گرۍ په ضد دجگړې يواځې يو اړخ دى اؤددغه جگړې گټلو دپاره اړينه ده چې په قبائيلي سيمو کې پرمختيايي فعاليتونه هم چټک کړل شي.
جمهوررئيس دنړيوالې ټولنې څخه وغوښتل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې بايد دپاکستان مرستې پرته له شرطونو وکړي.
هغه هيله څرگنده کړه چې امريکا به دپاکستان د ملگرو په غونډه کې ددرنې پنگې په ورکولو سره دپاکستان مرسته وکړي.
بل لوري ته لوړپوړو امريکايي چارواکو رچرډ هالبروک اؤ مائيکل مولن نن دنهې په ورځ دپاکستان دپخواني صدراعظم اؤ مسلم ليگ(ن) دمشر ميا نواز شريف سره هم ليدلي دي.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې دپاکستان دننه په دې وروستيو کې دترهه گرۍ په پيښو کې درامينځته شوي زياتوالي ، دامريکايي جاسوسي بريدونو له امله په رامينځته شوي وضعيت، دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې وکړل شوې

keywords: Taliban, militants, pakistan, afghanistan, united states, war, extremists

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG