لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ :سوات اؤمومند ایجنسۍ کې ٢٩ جنگيالي مړه ، شپږ بهرنیان نیول شوي


دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې له مخې دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په مهال دسوات عملياتو کې ١٦ تندلاري وژل شوي دي.
پوځ طالبانو سره نښته کې ديو پوځي مشر اؤ٣ؤ عسکرو دوژل کيدو خبر هم ورکوي.
دايي ايس پي ار لخوا مطبوعاتو ته دورکړل شوي بيان له مخې پوځيانودسوات مټه ښار دخپل بشپړ واک لاندې راوستى دى اؤ په سيمه کې دعسکرو لخوا دتندلارو دنيونې عمليات دوام لري.
پوځ وايي په مټه کې تندلارو سره دجگړې په مهال پوځي مشر ميجر عابد اؤ يو بل عسکروژل شوي دي اؤ په پيوچار کې پوځيان خپلې پښې مضبوطوي
دپوځ له مخې پيوچار کې دنښتې په مهال دوه تندلاري وژل شوي دي.
بيان وايي دسوات په کانجو سيمه کې دتندلارو ٤٠ ځالې خوشې کړل شوي دي اؤ دنښتې په مهال ١٤ تندلاري هم پوځيانو وژلي دي.
په دغه جگړه کې دوؤ پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
امنيتي ځواکونو دتخته بند کنټرول هم ترلاسه کړى دى.
اخوادافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ جگړه شوې ده چې پکې لږ ترلږه ١٣ تندلاري وژل شوي دي.
په دغه نښته کې د٦ؤ بهرنيانو په گډون ٧ تندلاري ژوندي هم نيول شوي دي.
دسرچينو له مخې دمهمند ايجنسۍ حليمزيي تحصيل کې تندلارو دخاپخ نومې امنيتي پوستې سره نزدې دپوځيانو په کاروان بريد وکړو.
له دې وروسته دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دډزو لړۍ پيل شوه اؤ امنيتي ځواکونو دغلنئ څخه هم دتندلارو په ځالو گولۍ وورولې.
سرچينې وايي په دغه نښته کې دتندلارو دوه گاډي هم له مينځه وړل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو لخوا په نيول شوؤ د اوو تندلارو کې دڅلورو تعلق سعودي عرب،ديو ليبيا اؤ يو دافغانستان سره دى.
په سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتې وروسته دنامعلومې مودې پورې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړل شوې ده اؤ ديکه غنډ، غلنئ اؤ نحقۍ امنيتي پوستې اؤ دپيښور ، باجوړ لويه لاره دترافيکو په مخ تړل شوې ده.
دپاکستاني پوځ د ځانگړو مرستو دقطعې مشر ليفټننټ جنرال نديم احمد په پيښورکې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل په بونير اؤ کوز دير کې دپوځي عملياتو راپديخوا وضعيت دښه والي په لوري روان دى.
دهغه وينا وه اوس هم په ځينو سيمو کې پوځيان دجنگيالو دمقاومت سره مخ دي.
جنرال نديم زياته کړه پوځ به ډير زر په دغو سيمو کنټرول ومومي.
هغۀ وويل دسيمې څخه دبې کوره شوؤ کډوالو کيمپونو ته بريښنا ورکړل شوې ده خو تر ټولو ستره مسئله دهغوي دنومونو ثبت کيدل دي.
دجنرال نديم له مخې په مومند ايجنسۍ کې دعملياتو کولو په مهال زياتره سيمې دترهگرو څخه پاکې کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG