لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې په زرگونو خلکو د حکومت خلاف دستوره کې بر خه واخسته


په زرگونو خلکو ایران کې د هاغه سیاسې کارکونکي د یادونې په دستوره کې گډون ووکړو چې د حکومت خلاف مظاهره کې وژل شوي ده او د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن په ایران کې د نیول شوو سیاسې مخالفینو پرضد رپورټ شوی تشدد غندلی دی.
د برطانیي خارجه وزیر سره په گډه د خبرکولو په محال هیلرې کلنټن وویل چې ایران کې سیاسې کارکونکو د خپلو حقونودفاع ډیره په جرات کړې ده. د هیلرې کلنټن وینا د ایران نه د سیاسې کارکونکو خلاف رپورټ شوي تشدد په هکله د کوم جگپوړې امریکاې چاوراکې وړمبۍ څرگندونې وې.
په ایران کې د دولسم جون د صدارتي انتخاباتو ورسته مظاهرې هاغه وخت شورو شوې چې په ووټونو کې موجوده صدر محمود احمدې نژاد بریالی ووگځولی شو او بیلونکي امیدوار میر حسین موسوې په ووټونوکې د ټگۍ تورونه وولگول.
د میر حسین موسوي پلویانو د ایران سر ښار تهران په شمول بیلا بیل ښارونو کې مظاهرې پیل کړې. او د انسانې حقونو تنظیمونو ویلې دي چې د ایران امنیتي ځواکونو د سیاسې مخالفینو پرضد د زورزیاتي نه کار اخستی دی. او د ایران نه ورستي رپورټونه وايي نیول شوي سیاسې مخلالفین په ځندان کې دتشدد او عن د وژنې سره مخ کړی شوي دي.
د زیارت په ورځ د تهران په بهشت ظهره مقبره کې په زرگونوخلک د ندا اغا سلطان د څلویښتۍ دستورې ته راغونډ شول. د رپورټونوتر مخه ندا اغا سلطان د حکومت خلاف مظاهرو کې د تهران په یو سړک د امنیتي ځواکونو په گولو وژل شوه.
پولیسو میر حسین موسوي چا چې هم د ندااغا سلطان په څلویښتۍ کې برخه اخستل غوتل، هغه يي دستورې نه بیرته ستن کړو او هغه يی دعا کولو ته پرې نه ښودلو.
هیلرې کلنټن د ایران د اختلاف سیاسې کارکونکو ستائنه ووکړه چې د خپلو حقونود دفاع لپاره په جرات راپوره شول او وي ویل چې د نیول شوو خلکو خلاف تشدد د غندنې وړ دی.
هغې وویل چې ایران کې سیاسې قیدیان دې خوشي کړی شي، دوې سره دې مناسب او د انسانیت سره سم سلوک ووکړی شې. هغې زیاته کړه چې د سیاسې مخالفنیو تر داوخت بندی ساتل ښاې ایران کې سیاسې حالات لاد معمول سره سم شوي نه دي.
په خپله وینا کې ډیوډ ملي بنیډ وویل چې د برطانیه او امریکې دا هڅې وې چې د ایران په انتخاباتو او ددې ورسته هلته کومه مداخله وونه کړي چې دا رنگ د ایران په کورنو چارو کې د لاس وهلو تورونه ورپه غاړه نه کړی شي.
هغه ویل ایران مسولیت لرې چې د انسانې حقونو قدرونه پورته ووساتي او د سیاسې قیدیانو تحفظ ورکړي.
هغه وویل ایران کې د ویل شوي تشدد په هکله نورو تفصیلاتو ته انتظار کوي خو ښکاره دریزيي دادی چې بغیرد ویرې یاد ډلې کولو د انسانې حقونوسرغړونه به څرگندوو چرته چې هم دا کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG